نړۍ

په لیبیا کې سېلابونه؛ دوه زره تنه مړه او شپږ زره نور بې درکه دي

د لیبیا په ختیځ کې چارواکو ویلي چې ددې هېواد په ختیځ درنا ښار کې یې څه د پاسه زر مړي له خاورې او خټو ایستلي دي. ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

ددغه هېواد په ختیځ کې دولتي چارواکي وايي، چې ددغو سېلابونو له امله تر اوسه ۲ زره او ۸۰۰ تنه مړه او له ۶ زرو زیات بې‌درکه شوي دي. خو تراوسه وروستي تلفات نه دي روښانه شوي.

هغه تصویرونه چې د سېلابونو له راتلو وروسته ددغه هېواد له بېلابېلو برخو خپره شوي پکې ښودل شوي ګڼ شمېر موټر چپه شوي، واټونه تخریب او کورونه هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په سیمه کې د سرې میاشتې ټولنې رییس د دوشنبې په ورځ په دغه ښار کې له ۱۵۰ تر ۲۵۰ تنو د مړینې خبر ورکړی و.

د ښار ځینې برخې له اوسېدونکو سره یو ځای د سېلابونو له امله سیند لاندې کړې او له منځه تللې دي.

له بلې خوا، یو شمېر رسنیو هم رپوټ ورکړی چې په دې هېواد کې د توپان او سېلابونو له امله تر دوه زره او ۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

لیبیا له سیاسي پلوه د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ وېشل شوی او په ۲۰۱۱ کال کې چې د ناټو په ملاتړ د ولسي پاڅون له امله جګړه رامنځته شوه عمومي خدمات له منځه تللي دي.

په طرابلس کې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی دولت ختیځه برخه نه اداره کوي.