نړۍ

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په دویمه ورځ د شلو هېوادونو د مشرانو ویناوې

د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسامبلۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو د مشرانو په ویناوو سره د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړ.

دغه ورځ د ختیځې افریقا د یوه هیواد سیشیل د ولسمشر واول رمکالاوان په وینا پیل شوه او په دوام کې یې د فنلنډ، اکوادور، جنوبي کوریا او تاجکستان ولسمشرانو هم وینا وکړه

د دې غونډې په څنډه کې لیدنې هم وشوې. یو له دغو لیدنو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا د نړۍ د هېوادونو تر منځ پر یووالي ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: «زما په اند، دا یوه تاریخي شیبه ده چې د منځنۍ اسیا او متحده ایالاتو ترمنځ د کلونو نږدې همکارۍ پر بنسټ رامنځته شوې. دا همکاري د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره زموږ د ګډې ژمنې پر بنسټ ولاړه ده.»

په بله لیدنه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

په همدې حال کې د دې غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له دغو لیدنو په یوې کې یې وویل: «موږ د اونۍ په همغه پیل کې د فارس خلیج د همکارۍ له شورا سره خورا ګټوره جلسه درلوده، او اوس یو فرصت دی چې یو څه ژور او حتی په یمن کې د سولې د پرمختګ لپاره زموږ د ګډې ژمنې لپاره له یو بل سره ځانګړی وخت ولرو. »

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هېوادونو مشرانو له ګډو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ.