افغانستان

ګوتریش: د اوکراین جګړې د نړۍ خوراکي امنیت له خطر سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن د “باور بیا رغونې او د نړیوال پیوستون بیا ژوندي کولو” په موخه د متحده ایالاتو په نیویورک ښار کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د غونډې په پرانیستونکي وینا کې د لوږې د پای ته رسولو، نوي کیدونکي انرژۍ ته د هیوادونو د مخې، ډیجیټلي پراختیا، زده کړو او د جنسیتي حقونو د مساواتو غوښتونکی شو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي: «لومړی باید د لوږې په اړه اقدام وکړو. زموږ په نړۍ کې پراخه لوږه په انسانیت ټکان ورکوونکی داغ او بیا د بشري حقونو سرغړونه ده. دا زموږ د هر یوه لپاره تور داغ دی، چې په میلیونونه وګړي په دې ورځو کې له لوږې مري.»

ګوترېش په اوکراین کې د جګړې د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دې جګړې د نړۍ د خوړو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی دی.

ګوټرېش زیاتوي: «دې جګړې نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور مات کړی او د ناوړه پایلو لامل شوې. ژوند له منځه لاړ، بشري حقونه تر پښو لاندې شول او کورنۍ له یو بله وپاشل شوې.»

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې برید « ښکاره تېری» او «وحشیانه» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د اوکراین د دفاع لپاره به د دې هېواد د خلکو ترڅنګ ودریږي.

بایډن زیاتوي: «موږ باید نن د دې تېري په وړاندې کلک ودریږو، څو سبا د نورو احتمالي تیریو مخه ونیسو. له همدې امله متحده ایالات به په ټوله نړۍ کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره یوځای د اوکراین د زړورو خلکو ترڅنګ چې له خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ دفاع کوي، ولاړ وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو ګډون ونه کړ.