د انټرنټ لوړو بیو او ټیټ کیفیت د تخار د محصلینو لپاره د پوهنتون زده کړې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په دغه ولايت کې يو شمېر محصلین وايي، چې د انټرنټ سرعت ډېر ټيټ، خو بيه يې ډېره لوړه ده.
نورالهدی د تخار په یوه خصوصي پوهنتون کې په زده کړو بوخت دی.
هغه وايي، د پوهنتون د سمینارونو چمتو کولو لپاره د لوړ سرعت انټرنټ ته اړتیا لري، خو د تخار ولایت د مرکز تالقانو په چهاراسیاب سیمه کې نه یوازې دا چې د انټرنټ سرعت کمزوری دی، بلکې لوړې بیې یې د علمي څېړنو پر وړاندې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.
هغه په دې اړه وویل: «موږ یو جيبي انټرنټ په لوړه بیه پېرو؛ خو زموږ په سیمه کې د انټرنټ د ټیټ کیفیت له امله په سمه توګه ګټه نشو ترې اخیستلای. له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې د مخابراتي او انټرنټي خدماتو کیفیت ته پاملرنه وکړي.»

اوس مهال په تخار ولایت کې د مخابرلتي شبکو له خوا یو جي بي انټرنټ په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کیږي.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي هم د انټرنټ له لوړې بیې شکایت کوي.
د تخار اوسېدونکي حکمتالله په دې اړه وویل: «زه له بېلابېلو شبکو کار اخلم، خو هېڅ یوه یې زما او د تخار د اوسېدونکو لپاره د زغملو وړ نه ده. د انټرنټ د کمزورتیا له امله نه شو کولای له دغو شبکو په سمه توګه کار واخلو. داسې حال چې موږ د ټکنالوژۍ په عصر کې ژوند کوو خو له ملګرو او خپلوانو سره مو د تصویري یا غږیزې اړیکې نیول ناشوني دي. سره له دې چې افغانان بېوزله خلک دي خو د انټرنټ لپاره لوړ لګښت ورکوي.»
د تخار اوسېدونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي عبدالباقي رحیمي هم زیاته کړه: «زه له ټولنیزو شبکو ډېره ګټه اخلم؛ خو تخار ولایت کې د انټرنټ کیفیت ډېر ټیټ دی او موږ تمه لرو چې لږترلږه د دې ولایت مخابراتي او انټرنټي خدماتو کیفیت ته پاملرنه وشي، ترڅو موږ وکولای شو په ښه ډول له خپلو د خوښې وړ شبکو کار واخلو.»

د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي پر مخابراتي شبکو نيوکه کوي او وايي، چې د انټرنټ د لوړې بيې سربېره په دغه ولايت کې مخابراتي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي او په ځينو سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
حمیدالله وايي: «په داسې حال کې چې موږ د تالقان ښار په زړه کې ژوند کوو، خو د ورځې له انټرنټ څخه ګټه نه شو اخیستلای. انټرنټ ډېر کمزوری دی. له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې د انټرنټ بیې او کیفیت برخې ته پاملرنه وکړي.»
په تخار ولایت کې سلام مخابراتي شبکه او څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي.
د مالي کال په پیل کې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وویل، چې د انټرنټ په بیه کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنې کموالی راغلی، خو د تخار اوسېدونکي د انټرنټ د لوړې بیې له امله اندېښمن دي.