افغانستان

کاکړ: د پاکستان لومړیتوب د ننه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه ده

د پاکستان موقت لومړی وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وايي چې د پاکستان لومړیتوب په افغانستان کې دننه د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه ده.

انوارالحق کاکړ په افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان، داعش او ځینو نورو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد د بریدونو د پیلولو خبره کوي. نوموړی ټینګار کوي چې اسلام اباد د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره له طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کوي.

اسلام اباد بلاخره هغه څه چې په افغانستان کې یې د TTP او نورو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه بولي د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ ته وړاندې کړل.

د پاکستان موقت لومړی وزیر دلته وايي، چې ټي ټي پي، داعش او ځینې نورې ډلې د افغانستانه له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او د ده په وینا اسلام اباد د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره له طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کوي.

انوارالحق کاکړ وايي: «د پاکستان تر ټولو اصلي لومړیتوب د افغانستان دننه او بهر د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه ده. پاکستان د پاکستان پر وړاندې د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو فعالو ډلو له خوا د پولې هاخوا ترهګریز بریدونه غندي. موږ د دې بریدونو د مخنیوي لپاره د کابل ملاتړ او ورسره مرسته کړې ده.»

د پاکستان موقت لومړی وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغان ښځو حقونو د مدافعینو له ډلې سره هم یوځای کېږي، په داسې حال کې چې ویل کیږي، له دې غونډې بهر، اسلام اباد هم مهاله هېوادونه له طالبانو سره تعامل ته هڅولي دي او د طالبانو د سختو بندیزونو د لګولو په اړه یې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان موقت لومړی وزیر زیاتوي: «پاکستان د افغانستان په اړه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په مسئله کې د نړیوالې ټولنې په اندېښنو کې ځان شریک بولي. په همدې حال کې، موږ د افغانستان بې وزله خلکو ته د بشري مرستو له دوامه چې افغان نجونې او ښځې تر ټولو زیاتې زیانمنې دي، ملاتړ کوو.»

د اسلام اباد او طالبانو تر منځ تر ټولو لوی جنجال په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مسئله ده، چې په تر ټولو تازه مورد کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني آمو ته تایید کړه چې طالبانو له هغې سره له لیدنې وروسته د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د خنثی کولو لپاره مشخصه طرح وړاندې کړې.

پوځي کارپوه محمد رادمنش وايي: «لازمه ده چې پاکستان او طالبان د ترهګرۍ واضح تعریف وړاندې کړي او د سیمې په ملاتړ یې پر وړاندې اقدام وکړي، که نه نو د سیمې ستونزې به همداسې پاتې وي.»

د طرحې جزییات تر اوسه روښانه نه دي. تر دې وړاندې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د قوماندانانو او جنګیالیو د ځپلو لپاره په افغانستان کې دننه څو عملیاتونه ترسره کړل، اوس به ایا طالبان پر عملیاتو د ټي ټي پي مخنیوی وکړي که پاکستان.

طالبانو د پاکستان د موقت لومړي وزیر د څرګندونو او د پاکستان د ځانګړي استازي سره په کابل کې د ټي ټي پي اړوند خبرو اترو په اړه تراوسه ژبه نه ده لمده کړې.