د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ایران د ولسمشر د چورلکې د غورځېدو په اړه په لومړي راپور کې ویلي دي چې د دې چورلکې په پاتې برخو کې د مرمۍ لګېدنې او یا ورته څه نه ليدل کېږي.
د راپورونو پربنسټ، دغه چورلکې له غورځېدو وروسته اور اخيستی دی.
په راپور کې راغلي: «د سيمې د پيچلتيا، دښتې او د تودوخې د ټيټې کچې له امله د پلټنې عمليات د شپې په اوږدو کې وغځول شول، ټوله شپه يې دوام وکړ او د دوشنبې په سهار ( پنځه بجې) د( ايراني)بې پيلوټه الوتکو په مرسته د سقوط کره ځای معلوم شو او له هغه وروسته ځمکني ځواکونه د پلټنې عملیاتو لپاره هلته لاړل.»
ايران په داسې حال کې د ابراهيم رٸيسي او د هغه ددملګرو د چورلکې د څېړنې ادعا کوي، چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ترکي تجهیزات د دغې لوېدلې چورلکې په موندلو کې رول لوبولی دی.
هغه مهال د ترکیې اناتولیه خبري اژانس د ” اکينجي” بې پیلوټه الوتکې لخوا اخیستل شوې عکسونه په خپرولو سره لیکلي وو چې دا ډرون توانېدلى چې د تودوخې يوه سرچینه وپېژني چې د لوېدلې چورلکې پاتې برخو پورې يې اړه درلوده.
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې، ترلاسه شوي معلومات ایراني چارواکو ته ورکړل شوي و.