د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د مور د ملي ورځې په مناسبت، په ټولنه کې د افغان میندو د بېساري رول ستاینه کړې او هغوی یې د خپلو ټولنو ریښتینې «اتلانې» بللې دي.
یونیسف نن د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د مور په ورځ او د کال په ټولو ورځو کې د افغان میندو ترڅنګ درېږي.
دغه بنسټ له هغو میندو مننه کړې چې د معلمانو، قابلو، نرسانو، تغذیې سلاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او د کورنۍ د پالونکو په توګه د ټولنې د اصلي ستنو دنده پرمخ وړي.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال په هېواد کې د مور ورځ پهداسې شرایطو کې راځي چې میلیونونه افغان مېرمنې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو او مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګولي، چې د بشري حقونو بنسټونو دا چاره «جندري اپارټایډ» بللې ده.
هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل ۲۰۲۶ کال راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په دغې ارزونه کې له ۱۰ میلیونو او ۷۰۰ زرو څخه زیاتې یې یوازې ښځې او نجونې دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ (سوءتغذيې) سره مخ دي.
د دغه بنسټ په وینا، د نړیوالو مرستو کموالی او په روغتیايي برخه کې د ښځو پر کار محدودیتونه د دې لامل شوي چې میندې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونلري.
په ورته وخت کې د نړیوال بانک د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو په بدل کې ۵۲۱ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د اقتصادي کړکېچ دوام او پر ښځو لګول شوي بندیزونه به د افغان میندو او کورنیو ژوند نور هم تریخ کړي.
