نړۍ

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز: د رئيسي د چورلکې پر پاتې شونو د مرمۍ نښه نه ليدل کېږي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ایران د ولسمشر د چورلکې د غورځېدو په اړه په لومړي راپور کې ویلي دي چې د دې چورلکې په پاتې برخو کې د مرمۍ لګېدنې او یا ورته څه نه ليدل کېږي.

د راپورونو پربنسټ، دغه چورلکې له غورځېدو وروسته اور اخيستی دی.

په راپور کې راغلي: «د سيمې د پيچلتيا، دښتې او د تودوخې د ټيټې کچې له امله د پلټنې عمليات د شپې په اوږدو کې وغځول شول، ټوله شپه يې دوام وکړ او د دوشنبې په سهار ( پنځه بجې) د( ايراني)بې پيلوټه الوتکو په مرسته د سقوط کره ځای معلوم شو او له هغه وروسته  ځمکني ځواکونه د پلټنې عملیاتو  لپاره هلته لاړل.»

ايران په داسې حال کې د ابراهيم  رٸيسي او د هغه ددملګرو د چورلکې  د څېړنې ادعا کوي، چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ترکي تجهیزات د دغې لوېدلې چورلکې په موندلو کې رول لوبولی دی.

هغه مهال د ترکیې اناتولیه خبري اژانس د ” اکينجي”  بې پیلوټه الوتکې لخوا اخیستل شوې  عکسونه په خپرولو سره لیکلي  وو چې دا ډرون توانېدلى چې د تودوخې يوه سرچینه وپېژني  چې د لوېدلې چورلکې  پاتې برخو پورې يې اړه درلوده.

 د دغه خبري آژانس د راپور له مخې، ترلاسه شوي معلومات ایراني چارواکو ته ورکړل شوي و.