تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ چورلکه په ختیځ اذربایجان کې د «سقوط» سره مخ شوې ده.
د دغه راپور له مخې په دغه چورلکه کې د ختیځ آذربایجان والي ایت الله الهاشم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.
تسنیم خبری آژانس د محرابیان په حواله ویلی: محرابیان د بذرپاش د برېښنا او سړکونو له وزیرانو سره چې په نورو چورلکو کې موجود وو، په آرامه توګه خپل منزل ته رسیدلی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، په سیمه کې د «فضا د ککړتيا» له کبله، د دغې چورلکې وضعیت لا هم معلوم نه دی.