نړۍ

هغه چورلکه چې د ایران ولسمشر یې لېږداوه په ختیځ اذربایجان کې د سقوط سره مخ شوې ده

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ چورلکه په ختیځ اذربایجان کې د «سقوط» سره مخ شوې ده.

د دغه راپور له مخې په دغه چورلکه کې د ختیځ آذربایجان  والي ایت الله الهاشم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.

تسنیم خبری آژانس د محرابیان په حواله ویلی: محرابیان د بذرپاش د برېښنا او سړکونو له وزیرانو سره چې په نورو چورلکو کې موجود وو، په آرامه توګه خپل منزل ته رسیدلی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، په سیمه کې د «فضا د ککړتيا»  له کبله، د دغې چورلکې وضعیت لا هم معلوم نه دی.