ښځې

تمنا زریاب پریاني په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو لپاره د نامحدود پرلت د پیلولو خبر ورکړ

تمنا زریاب پریاني د ښځو حقونو له یو شمېر فعالانو سره یو ځای په افغانستان کې د (جنسيتي اپارتاید) په رسمیت پېژندلو لپاره بیا پرلت پیل کړ.

مېرمن پریاني وايي، د اعتراض په خیمه کې حضور په افغانستان کې د میلیونونو ښځو په اړه د نړۍ د بې غورۍ پر وړاندې اعتراض دی.
له دې سره هم مهاله په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، چې طالبان ورځ تر بلې د محدودیتونو په زیاتولو سره ښځې او نجونې له ټولنې لیرې کوي.

تمنا زریاب پریاني د روان کال د تلې په ۷مه د جرمني په وایپر فورټ کې د پرلت خیمې په وهلو سره په اروپا او نړیوالې ټولنې کې د ښځو برخې پر فعالانو غږ وکړ چې په افغانستان کې له ښځو ملاتړ وکړي او د جنسیتي اپارتاید د دوام مخه ونیسي.

تمنا زرياب پرياني وايي، چې دغه اعتراض به تر نامعلومې مودې دوام وکړي.

مېرمن پریاني زیاتوي: «د پرلت په خېمه کې حضور، میلیونونه افغان مېرمنو ته د نړۍ د بې پامۍ اعتراض دی.»

تر دې مخکې هم مېرمن پریاني د جرمني په کولن ښار کې د روان کال وږي میاشتې له ۱۰مې تر ۲۲مې نیټې پورې د نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کړی و او له لنډ ځنډ وروسته بیرته خپلې پرلت خیمې ته راستنه شوې ده.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې د دوی پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او په دې باور دي چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره په ټولنه کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کوي.

له دې سره هم هماله په تهران کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره د طالبانو له خوا د نیول شویو مېرمنو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکی شوی دی.

په دغه پريکړه ليک کې د لاريون کوونکو ښځو په نيولو او شکنجه کولو او د ښوونځيو او پوهنتونونو په تړلو نيوکې شوي او د بشري حقونو له بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې جنسيتي اپارتاید په رسميت وپيژني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او له ههغه وخت راهیسې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړلو سره د ښځو او نجونو محدودول پیل کړي دي.

ریچارډ بینیټ په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودونکو فرمانونو شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.