افغانستان

یوه سپین‌سرې مور: له څلورو میاشتو وروسته لا هم د پاسپورت پر اخیستو نه یم بریالۍ شوې

یو شمېر هغه کسان چې د پاسپورت اخیستو لپاره راغلي دي، په دې ریاست کې د کارکوونکو د بې‌پروایۍ او ناوړه وضعیت خبره کوي.

یوه مور وايي چې له څلورو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې پاسپورت واخلي، لا هم په دې کار نه ده بریالۍ شوې.

د کابل یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «زه ناروغه یم او باید د ځان د درملنې لپاره ګاونډي هېواد ته ولاړه شم. خو د دې له امله چې واسطه او پېژندګلوي نه لرم له څو میاشتو هڅو وروسته ونه‌توانېدم پاسپورت ترلاسه کړم.»

په دې منځ کې داسې خلک شته چې تر یوه کال زیاته موده کېږي د پاسپورت اخیستو غوښتنه یې کړې وه او اوس د پاسپورت اخیستو ته نږدې شوي دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي رمضان یادګار په دې اړه وویل: «څو میاشتې مخکې مې نوملیکنه وکړه، په ټاکل شوې ورځ دلته راغلم خو بیا مې هم کار ونه‌شو.»

د پاسپورت ریاست ته یو شمېر ورغلي خلک وايي، ویل شوي چې طالبان د غويي پر اتمه د پاسپورتونو غوښتنې مني خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د پلازمېنې اوسېدونکی محمد عظیم جوته کړه: «یوه موده کېږي دلته راځم، خو تر اوسه د عریضې لیکونکو ته احکام نه دي ورکړل شوي.»

سره له دې چې د مخکیني حکومت له پرځېدو څو میاشتې مخکې هم د پاسپورت اخیستو غوښتنې ډېرې وې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاسپورت اخیستو غوښتنو په بې‌مخینې توګه زیاتوالی موندلی دی. د طالبانو په منځ کې سرچینې د طالبانو د پاسپورت په ریاست کې د پراخ فساد خبر ورکړی دی؛ هغه څه چې طالبان یې ردوي.

اخوا، د خوست ولایت اوسېدونکي هم د پاسپورت د وېش پر بهیر نیوکه کوي او وایي چې ډېری وختونه په بېلابېلو پلمو د دوی پاسپورتونه ځنډول کېږي چې اړتیا لروونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له دې مخکې هېوادوالو آمو ټلویزیون ته ویلي وو، د یوه پاسپورت بیه چې په اصل کې (۱۲۰) ډالر ده په تور بازار کې له دوو تر څلور زره ډالرو پلورل کېږي او د دغو پیسو یوه برخه د طالب چارواکو جېب ته ځي.