افغانستان

د هرات کې کروندګر: حاصلات زیات شوي، خو بازار یې کم‌رنګه دی

په هرات کې ځینې کروندګر وايي چې که څه هم دوی سږ کال په کرنیزو او باغدارۍ محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی، خو د خرڅلاو ټیټو نرخونو، د سړو خونو او د اسانتیاوو نشتوالي په دې ولایت کې د کرنې ودې لپاره جدي ننګونې رامینځته کړې دي.

کروندګر او باغ لرونکي وايي چې سږ کال د کچالو او شفتالو حاصلات د پام وړ زیات شوي، خو د بازار د نشتوالي له امله دوی اړ دي چې خپل کرنیز محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

د هرات یو کروندګر عبدالعزیز سږ کال توانیدلی چې له خپلو ځمکو د کچالو تر ټولو زیات حاصلات ترلاسه کړي. که څه هم هغه د خپلو حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دی، خو وايي چې په هرات کې د کچالو بازار کم رنګه دی او اړ دی چې څلور کیلو کچالو یوازې په ۵۰ افغانیو وپلوري، چې دا د هغه عاید محدودوي.

عبدالعزیز وايي: «که موږ ته اصلاح‌شوي تخمونه او کیمیاوي سره راکړي، ښه به وي، ځکه دا ډول مرسته کولای شي کروندګر یو څه ملاتړ کړي؛ خو اوس د کروندګرو وضعیت هېڅ ښه نه دی.»

یو شمېر نورو کروندګرو او باغ لرونکو هم په دې ولایت کې د شفتالو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی، خو دوی هم اړ دي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري ځکه چې مناسبې سړې خونې نه لري. د ځینو باغ لرونکو په وینا، دا د دوی د سخت کار اصلي ګټه او د تولید هڅونه کموي.

د امان په نامه یو کروندګر وايي: «اوس چې موږ خپل حاصل بازار ته وړو، خلک‌یې له موږ ډېر ارزانه اخلي. شفتالو، سره بادنجان، تور بادنجان، ټول محصولات چې زموږ دي، ارزانه اخیستل کېږي، خو سبا چې د ایران محصولات بازار ته راشي.»

سربیره پردې، یو شمیر کروندګر د کافي کیمیاوي سرې او د مناسبې کرنې روزنې نشتوالی د دوی ترټولو مهمې اړتیاوې ګڼي.

دوی وايي چې د کیفیت لرونکي سرې او علمي روزنې په ترلاسه کولو سره، کولی شي د خپلو محصولاتو کیفیت او کمیت د پام وړ لوړ کړي.

په هرات کې د کروندګرو عامې ستونزې د اوبو لګولو لپاره د اوبو، د عصري کرنیزو وسایلو، مناسبو بازارونو ته د لاسرسي او د مالي ملاتړ نشتوالی دي. د ځینو کروندګرو په وینا دا ستونزې د دې لامل کېږي چې ښه حاصل ترلاسه نه کړي او اقتصادي وضعیت یې خراب شي.