د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۱۸ – د ۸ بجو خبرونه

یو امریکایي سناتور وايي چې د طالبانو له لوري د محمود شاه حبیبي د نیولو په اړه نه ردېدونکي شواهد شتون لري.

کریس کونز ټینګار کوي چې د نه ردېدونکو شواهدو سره سره، طالبان د امریکایي – افغان وګړي نیول ردوي.

له دې سره هم مهاله، د حبیبي ورور ویلي چې د هغه کورنۍ د مرکزي استخباراتو ادارې یا سیا څخه غوښتې دي چې د محمود شاه حبیبي د خوشې کولو لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې وکاروي.