په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کالیزې له رانږدې کېدو سره هم مهاله، په بامیان ولایت کې یو شمېر ښځې چې له زده کړو محرومې دي وايي چې دا څلور کلونه د دوی لپاره له کړاوونو او ننګونو ډک وو.
له زده کړې څخه د محرومیت وروسته، یوې نجلۍ په بامیان ښار کې د دودیزو جامو تولید کارخونه جوړه کړې او د ځان او ۲۵ نورو هغو نجونو ته چې خپلې زده کړې یې له لاسه ورکړې دي د کار زمینه برابره کړې ده.
بامیاني نجلۍ ساجدې غفاري، د زده کړو له محرومیت وروسته، د دودیزو جامو تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده ترڅو ۲۵ هغه ښځې او نجونې چې خپلې زده کړې یې له لاسه ورکړې دي له کار او ټولنې سره ونښلوي.
که څه هم دا کارخونه د ژورو ټپونو درملنه نه ده، خو وايي دا د دوی لپاره یوه بهانه ګرځیدلې تر څو له حرکت پاتې نه شي.
له زده کړو محرومه، ساجده غفاري، وایی: «زه د خیاطۍ یو کارګاه لرم چې ۲۵ ښځینه او نجونې کارکوونکې پکې بوختې دي. پخوا وضعیت ښه و، خو سږکال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»
هغه ښځې چې نن ورځ له ساجدې سره کار کوي، هره یوه یې له کړاو او هیلو ډکه کیسه لري.
د زده کړې له محرومیت څخه تر فزیکي او رواني ناروغیو پورې.
بهاره ناصري وايي: «موږ نجونو ټولې په زرګونو هیلو ښوونځیو ته تللې وو، غوښتل مو چې هم د خپل ځان لپاره او هم د ټولنې لپاره د خدمت سرچینه شو، خو ښوونځۍ وتړل شول. زه د ۱۱م ټولګي زده کوونکې وم او دوه کاله مې د کانکور لپاره هم چمتووالی نیولی و.»
فاطمه محمدي وايي: «پخوا د ښوونځیو دروازې پرانستې وې او هر څوک کولای شول علم او پوهه تر لاسه کړي، خو اوس چې ښوونځي تړل شوي، موږ له خپلو هیلو او ارمانونو پاتې شوې یو. هره نجلۍ غواړي چې خپلو مشروع اهدافو ته ورسېږي، هیله لرو چې د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره بېرته پرانستل شي.»
تېر څلور کاله د افغان ښځو لپاره له محرومیتونو او محدودیتونو ډک وو؛ د زده کړې، په ټولنه کې د کار او ګډون بندیزونه او د آزادۍ او ودې لپاره د هر ډول فرصت ځپل.
ښځې وايي چې دوی په دې کلونو کې ډیر کړاوونه زغملي دي، خو دوی د ښو ورځو تر لاسه کولو لپاره د عدالت مبارزه نه ده پرې ایښې.
