د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې چې راتلونکې جمعه به په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
هغه ویلي چې له پوتین سره یې د لیدنې موخه د اوکراین د جګړې په اړه خبرې اترې دي.
بي بي سي د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن د داسې سولې په یوه پلان غور کوي چې پکې به د اوکراین د خاورې لویې برخې روسیې ته وسپارل شي؛ ډونباس او کریمه.
ټرمپ ویلي چې په دې احتمالي هوکړه کې به “د ځینو سیمو تبادله” شامله وي او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څخه یې وغوښتل چې د هوکړې لاسلیک کولو لپاره چمتووالی ونیسي.
خو د اوکراین ولسمشر په کلکه غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی چې هیڅ ځمکه به روسیې ته ونه سپارل شي او د اوکراین له ګډون پرته هر ډول هوکړه “د سولې پر ضد” ده.
دا به له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ټرمپ او پوتین ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وي.
