د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرېش د اسراییلو د دولت د دې پرېکړې په اړه چې «د غزې ښار کنټرول ترلاسه کړي» ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه دا اقدام د روان کړکېچ د لا پسې سختېدو یو خطرناک ګام بللی او ټینګار یې کړی چې دا پرېکړه کولی شي د میلیونونو فلسطینیانو لپاره ناوریني پایلې ولري او د نورو کسانو، په ځانګړي ډول پاتې یرغمل شوو، ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
ګوټېرش په یوه رسمي بیان کې وویل: «دا پرېکړه د یوه خطرناک تشدید څرګندونه کوي چې کولی شي اوسنی ناورین د میلیونونو فلسطینیانو لپاره لا ژور کړي او د نورو کسانو، په ځانګړي ډول پاتې ګروګانو، ژوند له ګواښ سره مخ کړي.»
سرمنشي یو ځل بیا دایمي اوربند، د مرستو بېقید او شرط او له خنډ پرته رسولو، او د ټولو ګروګانو بېقید او شرط او سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
هغه د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو اصولو ته درناوی وکړي او له تاوتریخوالي د زیاتولو څخه ډډه وکړي.
