افغانان د تاوتریخوالي په اړه د چا نصیحت ته اړتیا نه لري.
موږ هغه خلک یو چې خپل عزیزان مو خاورو ته سپارلي دي. موږ هغه خلک یو چې ځانمرګي بریدونه، ترهکري، کډوالي، خیانتونه او د خپل نظام سقوط مو په خپلو سترګو لیدلی دی. موږ د هرې جګړې له امله تر ټولو دروند قیمت پرې کړی. هیڅوک د افغانانو پر تله د سولې تږي نه دي، ځکه هیڅوک زموږ په څېر د خپلو او پردېو جګړو قربانیان نه دي.
خو ټول باید پوه شي چې افغانستان نن نه د سولې، نه د ثبات او نه د یوه مشروع نظام خاوند دی.
افغانستان نن د یوې استخباراتي ډلې لخوا یرغمل شوی هېواد دی. افغانستان د نړۍ پر سر د میلیونونو افغانانو لپاره یو سرخلاصی زندان دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، پخوانیو سرتېرو، خبریالانو، مدني فعالانو، قومي او مذهبي اشخاصو، او هر هغه چا لپاره چې نه غواړي خپل عزت او کرامت یوې داسې وسلهوالې ډلې ته تسلیم کړي چې د وېرې له لارې واکمني کوي.
له همدې امله باید د افغانستان په اړه هغه نړیوال روایت وننګول شي چې ورځ تر بلې پیاوړی کېږي. افغانانو ته بیا بیا ویل کېږي چې صبر وکړئ، له مقابلې ډډه وکړئ، هیله ولرئ چې طالبان به بدل شي، او انتظار وکړئ چې ښکېلتیا او تعامل به یوه ورځ طالبان معتدل کړي. موږ دا خبرې مخکې هم اورېدلې دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط مخکې افغانانو ته ویل کېدل چې طالبان بدل شوي دي. موږ ته ویل کېدل چې طالبان عملي شوي، له تېر څخه یې زده کړه کړې، مشروعیت غواړي، او د مشروعیت اړتیا به هغوی اعتدال ته اړ کړي.
د ولسمشر غني اختریز پیغام باید افغانان او نړیوال دې ته اړ باسي چې له ځانه هغه درې پوښتنې وکړي چې نوموړي هم ورته اشاره کړې. لومړی، آیا طالبانو سوله راوړې ده، که یوازې یې د وېرې له لارې چوپتیا تحمیل کړې ده؟ دویم، آیا طالبانو د افغان ولس له رضایت څخه مشروعیت ترلاسه کړی، که له یوه پټ مشر سره د اطاعت غوښتنه کوي ځکه چې ولسي مشروعیت نه لري؟ درېیم، آیا طالبانو د ملي ډیالوګ، د نجونو د زدهکړو، سیاسي ګډون او روغې جوړې دروازه پرانیستې ده، که هرې سولهییزې غوښتنې ته یې په نورو فرمانونو، لا زیات حذف او لا ژورې ځپنې ځواب ورکړی دی؟ که ځوابونه روښانه وي، پایله هم باید روښانه وي: د افغانستان راتلونکی د دې فریب پر بنسټ نه شي جوړېدای چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ د دې برعکس ثابتوي.
حقیقت ټولو ته روښانه دی چې طالبان نه دي بدل شوي بلکې بدتر شوي خو بې له شکه چې نړیوالو خپل معیارونه راټیټ کړی دی.
نږدې پنځه کاله کېږي چې افغانانو د خبرو اترو، سیاسي اجماع، ملي روغې جوړې او یوه سولهییزې لارې غوښتنه کړې ده. د طالبانو ځواب جوړجاړی نه و. د هغوی ځواب لا ژور استبداد و: نور فرمانونه، نورې نیونې، نور شکنجې، نور محدودیتونه، نوره وېره، او له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذفول. هغوی سولې ته په فرمانونو ځواب ورکړ، شمولیت ته په حذفولو، او روغې جوړې ته په ځپلو.
دا اعتدال نه دی. دا بدلون نه دی. دا داسې ستونزمن انتقال نه دی چې یوازې نور وخت ته اړتیا ولري. دا هماغه پخوانۍ ایډیالوژي ده، خو اوس د نړیوالې ستړیا او دیپلوماتیکو خیالونو تر سیوري لاندې خوندي شوې ده.
په داسې حال چې افغانستان له یوې ستر بشري او انساني فاجعې سره مخ دی، هیله ستراتیژي نه ده. خیال دیپلوماسي نه ده. او دا تصور چې طالبان به په خپله بدل شي یو ستر خوب او خیال دی.
هو افغانان بې له شکه چې سول غواړي خو داسې معلومېږي چې له یو شمېر نړیوالو سیاسونو او هېوادونو د سولې او تسلیمۍ تر منځ توپېر ورک شوی.
سوله عدالت غواړي. سوله حقونه غواړي. سوله سیاسي ګډون، د خلکو رضایت او د انساني کرامت ساتنه غواړي. هغه څه چې نن په افغانستان کې دي، سوله نه ده. دا جبري چوپتیا ده. دا له پورته نه تحمیل شوې وېره ده. دا د ډیپلوماټانو لپاره ثبات، خو د خلکو لپاره زندان دی.
هیڅ ملت ته باید ونه ویل شي چې سولهییز پاتې شي، په داسې حال کې چې د آزادۍ ټولې سولهییزې لارې په قصدي ډول پرې تړل شوې وي.
کله چې خبرې اترې ردېږي، سولهییز اعتراض جرم ګڼل کېږي، ټاکنې لغوه کېږي، سیاسي ګډون منع کېږي، ښځې له ټولنې حذفېږي، او یو ټول هېواد د یوې وسلهوالې ډلې له لوري د وېرې او زور له لارې اداره کېږي، د دوامداره کړکېچ لومړنی مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې د سولې هره دروازه یې تړلې ده، نه د هغو خلکو پر غاړه چې نه غواړي په ځنځیرونو کې ژوند وکړي.
همدا د افغانستان په اړه د نړیوال چلند تر ټولو لوی اخلاقي تضاد دی. کله چې نور دولتونه له وسلهوالو افراطي ډلو سره مخ کېږي، د زور کارول اکثر د ځاندفاع او امنیت په نوم توجیه کېږي. خو کله چې افغانان د طالبانو پر ضد د مقاومت خبره کوي ناڅاپه موږ ته د تاوتریخوالي درسونه راکول کېږي.
دا دوهګونی معیار د منلو نه دی.
د افغانانو لپاره د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ توپیر یو اخلاقي توپیر نه دی؛ ډېر کله دا یوازې یوه دیپلوماتیکه اسانتیا ده. دواړه له همدې افراطي خاورې راټوکېدلي دي. دواړه تکثر او سیاسي تنوع ردوي. دواړه له وېرې کار اخلي. دواړه باور لري چې واک د خلکو له رضایت څخه نه، بلکې د ټوپک له شپېلۍ څخه راځي. که د یوې وسلهوالې افراطي ډلې پر ضد د امنیت په نوم د زور کارول توجیه کېدای شي، نو افغانان هم د آزادۍ په نوم د بلې وسلهوالې افراطي ډلې پر ضد د مقاومت له حقه نه شي محرومېدای.
دا په دې معنا نه ده چې افغانان جګړه غواړي. موږ جګړه نه غواړو.
موږ جګړه نه غواړو. موږ آزادي غواړو.
خو سوله بې له عدالته تسلیمېدل دي. ثبات بې له حقونو زندان دی. د ظلم تر سیوري لاندې چوپتیا سوله نه ده؛ دا ملګرتیا او شریک جرم دی.
افغانان له نړۍ نه دا نه غواړي چې زموږ جګړه وکړي. موږ یوازې دا غواړو چې نړۍ دې د ظلم نوم سوله نه ږدي او تسلیمۍ ته دې ثبات نه وايي. موږ له نړۍ غواړو چې هماغه ناکامه فریب بیا پر موږ و نه پلوري: دا چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ برعکس ثابتوي. موږ له نړۍ غواړو چې له طالبانو سره د یوه راتلونکي حکومت په څېر چلند بند کړي، او افغان ولس دې د یوې ستونزې یا مزاحمت په سترګه نه ګوري.
د افغانستان راتلونکی د دې هیلې پر بنیاد نه شي جوړېدای چې زموږ ظالمان به یوه ورځ زړهسواندي شي. ملتونه د دې په انتظار نه آزادېږي چې ظالمان دې وجدان پیدا کړي. ملتونه هغه وخت آزادېږي چې خلک یې منظم شي، متحد شي، قرباني ورکړي، او ظلم د خپل برخلیک په توګه ونه مني.
افغانان باید هم پخپله لاس په کار شي. په داسې حال کې چې د هېواد ساه مو بنده ده، موږ نه شو کولای یوازې د بهرنیو پلازمېنو ته په تمه شو. موږ نه شو کولای خپله آزادي نورو ته وسپارو. موږ نه شو کولای د پخوانۍ بېلتونونه، شخصي رقابتونه، قومي سیاستونه او د تېرې دورې ناکامیو له امله کمروز پاتې شو. طالب خپل ځواک د افغانانو په ناپوهۍ، نفاق، ترهه او ارزښتونو په بې ارزښته کولو کې ویني.
دا حالت باید پای ته ورسېږي.
موږ داسې ملي جبهې ته اړتیا لرو چې د ښځو او نارینهوو، ځوانانو، د سرتېرو او ملکیانو د کورنیو، بېځایه شویو، چوپ کړل شویو، او هر هغه افغان غږ وي چې ومني د طالبانو واکمني زموږ وروستی برخلیک نه دی.
نړیواله ټولنه باید د داسې لیدلوري ترڅنګ ودرېږي خو باید په ډاګه ووایم چې که نړۍ زموږ ترڅنګ درېږي او یا نه، افغانان باید د آزادۍ لپاره خپلې مبارزې ته په کلکه دوام ورکړي.
که بهرني هېوادونه موږ مني او یا مو نه مني، افغانان په ځانګړي توګه نوی نسل به تل د داسې هېواد غوښتنه کوي چې د خلکو د رضایت له مخې اداره کېږي. که نړیواله ټولنه دیپلوماتیک جرئت ولري او که نه، افغانان به د ظلم د عادي کولو پر ضد کلکې مبارزې ته دوام ورکوي.
طالبان ښايي نن پر افغانستان کنټرول ولري، خو د دې وطن راتلونکی د هغوی ملکیت نه دی.
دا راتلونکی د افغان ولس دی؛ د هغو لوڼو دی چې ښوونځي او پوهنتونونه یې حق دی؛ د هغو زامنو دی چې له جګړې او کډوالۍ پرته د ژوند حق لري؛ د هغو میندو دی چې د عزت ژوند یې حق دی؛ د هغو شهیدانو دی چې عدالت یې حق دی؛ او د هغو راتلونکو نسلونو دی چې باید داسې هېواد ورته په میراث پاتې نه شي چې له د وېرې له لارې اداره کېږي.
نړۍ باید له افغانانو دا غوښتنه بنده کړي چې هغه څه ومني چې هېڅ آزاد ملت یې د ځان لپاره نه مني.
موږ له تاوتریخوالي ستړي یو. موږ له جګړې ستړي یو. موږ له خیانتونو ستړي یو. خو موږ له آزادۍ نه یو ستړي.
او موږ به د افغانستان راتلونکی هغو کسانو ته تسلیم نه کړو چې زموږ وطن یې په زندان بدل کړی دی.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېبسایټ د ستاسو نظر په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.
