ستاسو نظر

د ایران وضعیت او د افغانستان اندېښنې؛ د یوې اقتصادي محاصرې احتمالي خطرونه

انځور ارشیف څخه

د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې په پیل کې، کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران دننه د لاریونوالو په ملاتړ د “حتمي نظامي مداخلې” ګواښ وکړ، منځنی ختیځ د یوې بې سارې جګړې پر درشل ودرېد.

دا کړکېچ هغه مهال د افغانستان لپاره حیاتي شو چې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي په هېواد کې د “بې ساري ویجاړۍ” پړه پر بهرنیو دښمنانو واچوله.

تهران ګواښ کړی چې که امریکا برید وکړي، دوی به په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي. د رویټرز د تازه راپورونو له مخې، امریکا دمګړۍ د قطر له “العدید” اډې څخه د خپلو ځینو منسوبینو ایستل پیل کړي دي، چې دا په سیمه کې د یوې نږدې جګړې د پیل تر ټولو څرګنده نښه ده.

دا نړیوال کړکېچ په داسې حال کې افغانستان ګواښي چې د طالبانو نظام په داخل کې له یو سخت “د مشروعیت بحران” سره مخ دی. سره له دې چې روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې دا نظام یې په رسمیت وپېژانده، خو دغه ګام د افغانستان په نړیواله انزوا کې کوم بنسټیز بدلون رانه وست.

اپوټه، په داخل کې د ولس نارضایتي او د نړیوال رسمیت نشتوالي، دغه نظام د ډیپلوماسۍ په ډګر کې یوازې کړی دی.

افغانستان چې دمګړۍ د کومې پیاوړې نړیوالې تکیه ګاه څخه برخمن نه دی، په یو وخت کې له خپلو دوو مهمو ګاونډیو (پاکستان او ایران) سره د جګړې او کړکېچ په لمبو کې ایسار دی.

له بل پلوه، طالبانو له خپل پخواني اصلي ملاتړي (پاکستان) سره پر فرضي کرښه (ډیورنډ) سختې وسلوالې جګړې وکړې. د تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان لخوا د تګ راتګ او سوداګرۍ د ټولو مهمو لارو (تورخم او سپین بولدک) تړل کېدل، د افغانستان د وارداتو او صادراتو ملا ماته کړې ده.

د سوداګرۍ خونو شمیرې ښيي چې له پاکستان سره راکړه ورکړه تر نیمایي زیاته کمه شوې، چې ورسره د افغانستان ټوله سوداګریزه تکیه یوازې پر ایران پاتې وه. خو اوس په ایران کې د جګړې احتمال دا مانا لري چې افغانستان به له هرې خوا په بشپړ ډول “بند او ایسار” شي.

د افغانستان لپاره تر ټولو خطرناکه برخه د بې ځایه شویو افغانانو مسله ده. د کډوالو نړیوالو بنسټونو د تازه شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲ میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي وو، خو لا هم هلته ۴ میلیونه افغانان مېشت دي.

که چیرې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي ټکر وشي، افغانستان به په تاریخ کې د کډوالو د تر ټولو سترې او ناڅاپي څپې شاهد وي.

نړیوالو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د هېواد کمزوری اقتصاد د میلیونونو راستنېدونکو افغانانو د ساتلو توان نه لري، چې دا به د بې وزلۍ کچه تر ۹۰ سلنې هم پورته کړي.

له اقتصادي پلوه، ایران د افغانستان یوازینی پاتې ستر سوداګریز رګ دی چې د هېواد د اړتیا وړ ډېر نفتي توکي او تېل ترې واردیږي.

 په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۳ میلیارده ډالرو څخه اوښتې وه. افغانستان که څه هم خپله ډېره برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان څخه اخلي، خو د لوېدیځو ولایتونو (هرات او نیمروز) حیاتي برېښنا او د ټول هېواد د ټرانسپورټي سیسټم لپاره ډیزل، پټرول او مایع ګاز په ډېره توګه د ایران پر وارداتو ولاړ دي.

په ایران کې د هر ډول پوځي خنډ په صورت کې به د هرات–اسلام قلعه او نیمروز–میلک لارې وتړل شي. نړیوالې سرچینې اټکل کوي چې که د ایران تېل بند شي، په افغانستان کې به د سون توکو بیې په لومړۍ اونۍ کې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې شي او ورسره به د خوراکي توکو بیې هم سرسام آوره لوړې شي.

له بل پلوه، هرات غوندې ستر اقتصادي مرکز به له ایرانه د وارېدېدونکې برېښنا د پرې کېدو له امله په توره تیاره کې ډوب شي. همدا راز د چابهار بندر چې د افغانستان د مالونو د لېږد لپاره “حیاتي رګ” دی، د جګړې په صورت کې به له کاره ولوېږي، چې دا مانا د افغانستان بشپړه اقتصادي محاصره ده.

له امنیتي پلوه، په ایران کې د واک کمزوري کېدل به د ۹۰۰ کیلومتره ګډې پولې کنټرول له منځه یوسي. څېړونکي وایي چې دا حالت به د داعش په څېر وسلوالو ډلو لپاره په سیمه کې د فعالیت پراخه زمینه برابره کړي.

همدا راز د امریکا لخوا د ایران پر اډو د برید په صورت کې به د افغانستان هوايي حریم هم د امریکا د الوتکو لخوا وکارول شي، چې دا کار افغانستان په نېغه یا نانېغه ډول د جګړې په میدان بدلولی شي.

په پایله کې، په ایران کې روان وضعیت د افغانستان د پاتې کېدو لپاره یو جدي ګواښ دی. افغانستان نه یوازې د اقتصادي پلوه د ایران له ثبات سره تړلی دی، بلکې د کډوالو د ممکنه ناورین په صورت کې د نړۍ له یو تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخ دی.

د کورني مشروعیت نشتوالی، له پاکستان سره وسلوال ټکر او د ایران د جګړې احتمالي لمبې، افغانستان په داسې یو کنج کې ایسار کړی چې د وتلو لاره یې یوازې په کورني سیاست کې بنسټیز بدلون او له ګاونډیو سره د ډیپلوماټیک حل لټول دي.

که داسې ونشي، د دې جګړې تر ټولو درنه بیه به افغان ولس د خپل اقتصاد په بشپړ سقوط او د لوږې په تجربه کولو سره ورکړي.

د آمو وېبپاڼې ستاسو برخه کې د خپرو شویو مقالو د محتوا مسؤلیت د هغو لیکوالو ته راګرځي