ستاسو نظر

جنایي اکوسیستم څه دی او څنګه جرم پیاوړی کوي

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی

    مونږ ټول د اکوسیستم  له اصطلاح سره چې دهغه شبکه یي څخه عبارت دی چې ټول موجودات د هغه په بیلابیلو برخو کې بقا مومی .

     خو؛ جنایي اکوسیستم ؛ چې یو جرمی اصطلاح ده ، هغه شبکې ته ویل کیږی چې جرم په کې وده کوی ، ملاتړ یي کیږی او دوام مومی .

    دغه اصطلاح  د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په مینځ کې په کریمنولوژی ( جرم پیژندنۍ ) کې چې د جزا د حقوقو  د متممو‌ علومو څخه شمیرل کیږی ، را مطرح شوه او اوس یي اکثر د جنایي پالیسیو جوړونکې کاروی ، او هغه د یوه بالفعله خطر په توگه د جنایی پالیسیو په جوړولو کې په پام کې نیسي .

 د کریمنولوژیستانو له نظره جنایی اکوسیستم داسي تعریفیږی :« د اشخاصو ، ډلو ، چاپیریال ، فرصتونو ، منابعو او ټولنیزو او اقتصادی تعامل لرونکې ، منظم او پایښت لرونکو شبکو څخه عبارت دی چې د جرم د پیدایښت ، دوام او ودي سبب دی . ».

  دلته به د جنایی اکوسیستم د ښې او لنډې پیژندنۍ له پاره  به هغه تر کوچنی عنوانونو لاندی به  لږه تر لږه وپیژنو :

  ۱ – د جرم عاملان :

په ټوله کې لاندنۍ کسان د دي ډول جرمونو عاملان دي :

   – منفرد مجرمان ؛

– سازمان موندونکې مجرمان ،

– مافیایې او کارتلې ډلي ؛

– بازاری او میدانې ډلي؛

– تروریستان ؛

– او سایبری مجرمان .

 ۲- ولې جنایی اکوسیستم ته د ارتکاب فرصتونه جوړیږی ؟

 لاندني لاملونه د اکوسیستم د پاره فرصتونه جوړوی :

   – اداری فساد ؛

– د قانون کمزورتیا ؛

– فقر او بی روزگاری ؛

– د څارنی تشه ؛

– د حکومت له ادارې وتلې سیمي ؛ او

–  تور بازارونه .

 ۳- کوم لاملونه د دی ډول فعالیتونو خوندیتوب ته زمینه مساعدوی ؟

 لاندنی جوړښتونه دی چې  جنایی اکوسیستم ته خوندیتوب ورکوی :

    – سیمه ایز کلتور ؛

   – پټ اقتصادی جوړښتونه ؛

– قبیلوی او قومی جوړښتونه ؛

– د فقر په له منځه وړلو‌کې نه اقدامات ؛ او

–  د پولیسو د اداراتو کمزورتیا .

 ۴- منابع او اسانتیاوی :

 دغه منابع او اسانتیاوی په دی هکله د یادولو‌ وړ دی :

 – نا قانونه پیسي او شتمني ؛

 – وسله ؛

  – مخدره مواد ؛

 – تکنالوژی ؛

 –  د انسان قاچاق ؛ او

 – د پیسو پټ لیږد را لیږد .

  ۵-  غیر مجاز او گټه اخیستونکي او  وړونکي عناصر :

 دا لاندني ډلي په مستقیم ډول په جرم کې گډون نه لری ؛ خو د جرم په ارتکاب کې مرسته کوی : او د جرم له ارتکاب سره مادی گټې تر لاسه کوی :

 – د حکومتونو فاسد کارکونکي ؛،

  – د عدلي او قضایي ارگانونو مفسد کارکونکي ،

 – د بانکی چارو مفسد کارکوو‌نکي ؛ او

  – د  ترانسپورت کارکوونکي او مالکان . ( په دی مانا چې کله نا کله ترانسپورتی وسایط  د جرمونو د ارتکاب د وسیلې په توگه کارول کیږی ، چې دا کار پرته د ترانسپورت د کارکوونکو له همکاریو ناشونې وی . ).

پوهاند نصرالله ستانکزی د کابل پوهنتون استاد او په جمهوري نظام کې د ولسمشر د حقوقي چارو سلاکار وو.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېب‌سایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.