افغانستان

سویس له افغانستان سره د نږدې دوه میلیونه ډالرو نوې مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا اعلان کړی، چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱.۵ میلیونه سویسي فرانک چې ماډل یې شاوخوا ۱.۹۵ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د نوې مرستې ژمنه کړې ده.

اوچا پر خپله رسمي اېکس پاڼه د سویس له دغه سخاوتمندانه مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته د هغو افغانانو په ژوند کې د هیلې څرک لګوي چې ژوند یې د بېلابېلو کړکېچونو او ناڅاپي پېښو له امله اغېزمن شوی دی.

یادې ادارې زیاته کړې چې د سویس هېواد دا دوامداره ملاتړ به په افغانستان کې د زیانمنو شویو خلکو د لاسنیوي او د عاجلو بشري خدماتو په رسولو کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د یو تر ټولو سخت او پراخ بشري کړکېچ کوربه دی، چې په‌کې په تېرو دوو کلونو کې د نښتو د کمېدو سره سره، سختې وچکالۍ، زلزلو، وروستیو ویجاړونکو سېلابونو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو په زوره راستنولو د خلکو ژوند تر بل هر وخت تریخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارو د اټکل له مخې، سږکال په افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس (شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي) عاجلو بشري او خوراکي مرستو ته جدي اړتیا لري، چې په دوی کې د ښځو او ماشومانو فیصدي تر ټولو لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا په وار وار د بودیجې د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که نړیوال مرستندویه هېوادونه خپلو مالي ملاتړونو ته دوام ورنکړي، دوی به په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په ګډون د ډېرو حیاتي پروګرامونو د تړلو شاهدان وي.