افغانستان

طالبانو د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک کړ

انځور- سالنګ لویه لار ، ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي او بنسټیزې بیارغونې تړون یې له یو داخلي خصوصي شرکت سره په رسمي توګه لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یادې پروژې ټولیز ارزښت له یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ اټکل شوی، چې د هېواد د تر ټولو مهمې ټرانزیټي لارې په رغولو کې به مصرف شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د دغه تړون د لاسلیک پر مهال د قراردادي شرکت له مسوولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل، چې د سړک د جوړولو چارې په بشپړ ډول له منل شویو معیارونو سره سمې او په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د دغې لویې پروژې په چوکاټ کې د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي پخولو ترڅنګ، د ۵ نویو لویو پلونو جوړول، د ۳۳ پلچکونو پراخول او د ۶۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو د یو اساسي کانال احداثول هم شامل دي.

د سالنګ لویه لاره د هېواد د تر ټولو سترو او حیاتي ټرانزیټي کږلېچونو څخه ګڼل کېږي، چې د افغانستان شمالي ولایتونه له سویل او مرکز سره نښلوي او د سوداګریزو مالونو په لېږد رالېږد او د مسافرینو په تګ راتګ کې کلیدي رول لري.