د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابل په منډوي کې د «زرداد»په سوداګریز مارکېټ کې د تېرې ورځې د یوې سختې اورلګېدنې له امله د دغه بازار هټیوالو ته شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د دغه وزارت په وینا، دا اورلګېدنه د برښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه، خو د اطفایې (اور وژنې) ځواکونه په وخت سیمې ته ورسېدل او د بازار نورو برخو او ګاونډیو مارکېټونو ته یې د اور د غځېدو مخه ونیوله.
طالب چارواکو ویلي چې د اور وژنې د چټکو عملیاتو په پایله کې د یاد سوداګریز مارکېټ په کچه د شاوخوا ۴۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو هټیوالو مالونه او سرمایه له سوځېدو او خرابېدو څخه ژغورل شوې ده.
د کابل منډوي د هېواد یو له تر ټولو لویو، ګڼهګوڼې لرونکو او مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې په تېرو کلونو کې هم پکې ورته څو ځله درنې اورلګېدنې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دغه بازار کې د خوندیتوب او خوندې مېتودونو نشتوالی، د برښنا د شبکې زوړوالی، د تارونو خپلسري بېنظمي او د ځای په پرتله د مالونو خورا زیات تراکم د داسې پېښو د تکرار اصلي لاملونه بولي.
