کډوالي

د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد شول

د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو څخه ۳۴۴ تنه افغان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا کډوال په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو (وېزو او کارډونو) د نشتوالي له امله د دغه هېواد د پولیسو لخوا نیول شوي وو او تر بېلابېلو مودو پورې په بند کې وو.

په دغو ازادو شویو افغانانو کې یو شمېر کورنۍ او داسې کسان شامل دي چې په انفرادي توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه او له خوشي کېدو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

طالب چارواکو ویلي چې د هېواد د ننه د دغو راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي او له هغوی سره د لومړنیو مرستو د چمتو کولو لپاره لازم ترتیبات نیول شوي دي.

د مهاجرینو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په پروسه کې مالي او بشري مرستو ته دوام ورکړي او د راستنېدونکو لپاره لازم شرایط برابر کړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د ایستلو لړۍ خورا تنده کړې ده، چې د رپوټونو له مخې تر اوسه له دوه میلیونو څخه زیات افغانان له دغه هېواده په اجباري توګه ایستل شوي دي.

بل لور ته، نړیوالو بشري سازمانونو په ځلونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو دا ډول پراخ او اجباري بهیر به بشري ناورین لا پسې زیات کړي؛ ځکه ډېری راستانه شوي کسان په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.