کډوالي

شهباز شریف: له پاکستان څخه ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي دي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جون د ۲۰مې «د کډوالو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یو پېغام کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې، لږ تر لږه ۲.۴ میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

نوموړي په خپل پېغام کې ادعا کړې چې د کډوالو دا بېرته لېږل په تدریجي، منظم او د بشري کرامت په ساتلو سره ترسره شوي؛ خو دا په‌داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو تل په پاکستان کې د افغانانو د حقونو له نقض، ځورونې او د هغوی له خپلسرو نیونو څخه پرده پورته کړې ده.

شهباز شریف په‌خپله دغه بیانیه کې ویلي چې د میلیونونو کډوالو کوربه‌توب او د هغوی د بېرته ستنېدو اسانتیا یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی او زیاته کړې یې ده چې په خپل هېواد کې د افغانانو د «عزت‌مندانه راستنېدو» لپاره د یو باثباته او له اقتصادي پلوه د پیاوړي افغانستان شتون اړین دی.

پاکستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له امله د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه خورا تنده کړې ده، چې د رپوټونو له مخې زرګونه افغانان د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په پلمه په پاکستاني زندانونو کې بنديان شوي هم دي.

هممهاله د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د کډوالۍ له یو تر ټولو لوی بحران سره لاس او ګرېوان دی او د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) هم خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د اخراج کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې له بندي کېدو او له خپلو کورنیو څخه له جلا کېدو سره مخ دي او هېواد ته تر جبري ستنېدو وروسته بیا د نړۍ د یو تر ټولو سخت بشري بحران په منځ کې د بشري حقونو له بل ډول نقض سره مخ کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو نړیواله ورځ هر کال د هغو میلیونونو انسانانو د زړورتیا په پار لمانځل کېږي چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، چې د دغه ورځې د سږکال شعار «تر هغه چې ټول په امان کې وي» غوره شوی دی.