ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي په مرکز جلالاباد ښار کې د دوی امنیتي ځواکونو یو تن له ۴ زره ۷۳۹ دانې ممنوعه زیکب ګولیو سره لاس په لاس نیولی دی.
دې ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، یاد قاچاقبر دغه ګولۍ په یو موټر کې په مهارت سره ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې چې د جلالاباد ښار په بېلابېلو برخو کې یې پر خلکو وپلوري، خو د نهمې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا د کشفي هڅو په پلي کېدو سره ونیول شو.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شوی کس دا مهال تر لومړنیو پوښتنو ګروېږنو لاندې دی او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
