د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د محرم الحرام میاشتې د رارسېدو او د عاشورا د لسیزې په پیلېدو سره، د شیعه مذهب پیروان د کربلا د تاریخي پېښې او د دغه مذهب د درېیم امام، حسین بن علي او د هغه د ملګرو د شهادت د یادښت په موخه د ماتم او ویر مراسم پیلوي.
دا مراسم هر کال د محرم میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او د دغې میاشتې تر لسمې نېټې (عاشورا) پورې دوام مومي، چې په ترڅ کې یې په جوماتونو، تکیهخانو او مذهبي ځایونو کې د ماتم، سېنې وهلو، د نذرونو د وېش او د عاشورا د فلسفې د بیانولو ځانګړې غونډې جوړېږي.
د عاشورا ورځ نه یوازې د شیعه مذهب د لارویانو لپاره یو مذهبي ویر دی، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د عدالت غوښتنې، د ظلم پر وړاندې د درېدو او د ازادۍ د درس په توګه نمانځل کېږي او هر کال پهدې ورځو کې د اهل سنت او شیعه ګانو ترمنځ د مذهبي همغږۍ او اخوت بېلګې هم لیدل کېږي.
خو د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال محرم په داسې شرایطو کې راغلی چې د شیعه ګانو دا تاریخي او مذهبي شتون تر بل هر وخت له سختو محدودیتونو، څارنې او کنټرول سره مخ دی؛ داسې وضعیت چې د هېواد د مذهبي ازادیو او تاریخي همپالنې د راتلونکي په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کوي.
په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې د محرم د لسیزې نمانځنه په بشپړ ډول د سختو امنیتي اندېښنو او پر مذهبي ځایونو د محدودیتونو تر سیوري لاندې راغلې ده.
طالبانو په کابل او نورو لویو ښارونو کې د امنیتي ګواښونو په پلمه پر سړکونو او عامه ځایونو کې د عاشورا د بیرغونو پر ځړولو، د مذهبي سېمبولونو پر لېږدولو او د تکیهخانو په بهر کې پر ماتمي غونډو کلک بندیزونه لګولي دي.
سربېره پر دې، په دغو ورځو کې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره په ګڼو سیمو کې د نوري فایبر او انټرنیټي خدماتو په ګډون د موبایل شبکې په کابل، هرات او مزارشریف کې په نښه شویو وختونو کې بندېږي، چې د عامو خلکو ورځنی ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.
د عاشورا پېښه د هجري قمري کال په ۶۱ کې د عراق په کربلا دښته کې رامنځته شوه، چېرته چې د حضرت محمد ص لمسی امام حسین د یزید د حکومت د ظلم او استبداد پر وړاندې د بیعت نه کولو له امله له خپلو ۷۲ تنو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په بېرحمانه توګه شهید کړل شو.
په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې، د عاشورا پر مراسمو او د شیعه ګانو پر مساجدو او تکیهخانو باندې د داعش د خراسان څانګې لخوا خونړي ځانمرګي او د بمونو چاودنې شوي، چې له امله یې سلګونو مذهبي ماتم کونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو پرلهپسې ګواښونو له امله، که څه هم طالبان وایي چې دوی د تکیهخانو د امنیت لپاره جدي تدابیر نیسي، خو د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د مذهبي ازادیو سلبول او د محدودیتونو ډېرېدل د ماتم کونکو غوسه هم پارولې ده.
