کډوالي

پاکستان په یوه اونۍ کې له ۲۰ زرو زیات افغان کډوال په زوره وایستل

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو د عالي کمېسیون د راپورونو پر بنسټ راټولې شوې شمېرې ښيي چې پاکستان په تېره یوه اونۍ کې (د غبرګولي له ۲۲مې تر ۲۹مې) ۲۰ زر او ۷۶۴ افغان کډوال په اجباري توګه له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دغو معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې ۱ زر او ۸۴۶ نور افغان کډوال له ایران څخه هم ایستل شوي، چې د راپورونو له مخې د دغو ایستلو ډېره برخه په جبري توګه ترسره شوې ده.

دا بې‌اسناده او بې‌چاره افغان کډوال په یاده موده کې د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین‌بولدک، د نیمروز د ورېښمو پُل او د هرات د اسلام‌قلعه له لارو بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په تېره اونۍ کې هم پاکستان د ۱۸ زره او ۷۹۴ افغان کډوالو د اخراج رپوټ ورکړی و، چې ښيي په وروستیو ورځو کې د کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ بې‌سارې تنده شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل نوي دوه اونیز راپور کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو دا ډول پراخ بهیر بشري اندېښنې راپارولې دي.

د دغه سازمان په وینا د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په ټولیزه توګه له ۳.۵ میلیونو څخه زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي یا ایستل شوي دي.