کابل نن غرمه د یوې چاودنې شاهد و.
ځايي سرچینې وایي، دغه چاودنه د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن د غرمې په ۱۲ بجو په خیرخانه کې شوې.
تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
سرچینې وایي، له چاودنې وروسته طالب ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې تړلې ده.
په کابل کې د طالبانو پولیسو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
