د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۱۴ – د ۸ بجو خبرونه

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني،د درې افغانانو په ګډون د څلورو کارګرانو د سوځولو پېښه، یو «وحشتناک او وېروونکی جرم» بللی دی.

مېلوني ویلي، چې د دې پېښې ټول اړخونه باید په بشپړه توګه روښانه شي او ټول مسؤول کسان باید عدالت ته وسپارل شي.

نوموړې زیاته کړې، چې د دې پېښې په تړاو، لومړني اقدمات شوې دي.

بل لور ته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیا غوښتي، چې د درېیو افغان وګړو د مړینې پېښه په روڼ، عادلانه او هر اړخېزه توګه وڅېړي.