د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

پاکستانۍ «اکسپرس ټریبون» ورځپاڼې د خپلو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې د طالبانو مشر ټي‌ټي‌پي ته خبرداری ورکړی څو په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي او که داسې و نه کړي، نو د طالبانو ملاتړ به له لاسه ورکړي.

پاکستاني سرچینې وایي، چې د هبت‌الله آخندزاده دغه پیغام، د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې طالبان یې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د مهارولو لپاره د خپلو اقداماتو د ښودلو په موخه ترسره کوي، خو اسلام‌آباد وایي، چې دغه اقدام بسنه نه کوي.