افغانستان

د ایت‌الله محمد اسحاق فیاض مړینه؛ افغان مشرانو تسلیت ووایه، خو طالبانو چوپتیا غوره کړې

د هیواد د پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمداشرف غني او همداراز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په ګډون، د بېلابېلو سیاسي او مذهبي څېرو له لوري د شیعه ګانو د تقلید د سترې مرجع ایت‌الله محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه وړاندې شوي دي.

په دغو پیغامونو کې د هغه د علمي، دیني او فکري مقام ستاینه شوې او د اسلامي نړۍ لپاره یې مړینه یوه ستره ضایعه بلل شوې ده.

ایت‌الله محمد اسحاق فیاض چې د افغانستان په غزني ولایت کې زیږېدلی و، وروسته د عراق په نجف کې د لوړو دیني زده کړو او تدریس له لارې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، هغه د شیعه فقهې په معاصره نړۍ کې له تر ټولو اغېزمنو دیني مراجعو څخه ګڼل کېده.

نوموړي په ځانګړي ډول د عراق، ایران او افغانستان په مذهبي او علمي حلقو کې پراخ نفوذ درلود او د نجف د علمي حوزې د مهمو استازو له ډلې بلل کېده.

د هغه فکري او فقهي لارښوونې د نړۍ په ګڼو شیعه ټولنو کې تعقیب کېدې.

په همدې حال کې، د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د ایت‌الله فیاض د مړینې په اړه کوم رسمي تسلیت پیغام نه دی خپور کړی.