د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په یوې حزبي غونډه کې د پاکستان پوځ ته په سختو ټکو کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د شتون په پلمه بمبارۍ کېږي، خو په خپله پاکستان کې وسلهوالې ډلې په ښکاره ډول فعالیت کوي.
نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې پوځ ادعا کوي په افغانستان کې ترهګر موجود دي، په خپله د پاکستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول بنو کې، وسلهوالې ډلې هره ورځ د امنیتي پوستو نیولو او پر پوځي مرکزونو د بریدونو توان لري.
هغه زیاته کړې:«ولې په افغانستان کې ترهګر درته ښکاري او بمبارۍ پرې کوئ، خو په خپل هېواد کې چې ترهګر فعالیت کوي، سترګې پرې پټوئ؟»
فضلالرحمن ټینګار کړی چې د امنیتي پالیسۍ تضاد باید پای ته ورسېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره باید یوه واضح تګلاره غوره شي.
