بشري حقوق

مطیع‌الله ویسا د فرانسې د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان د پوهنې او د زده‌کړو د برخې فعال، مطیع‌الله ویسا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په «کان» ښار کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۲۶ کال د ازادۍ جایزه ترلاسه کړه.

د فرانسې د نورماندي سیمه‌ییزې ادارې په اېکس (ټویټر) شبکه کې د یو پېغام په خپرولو سره تایید کړې ده، چې دا جایزه په رسمي ډول ښاغلي ویسا ته وسپارل شوه.

د ازادۍ دا کلنۍ جایزه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو په رایو هغو شخصیتونو او بنسټونو ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني کرامت په دفاع کې یې څرګند رول لوبولی وي.

مطیع‌الله ویسا سږ کال په افغانستان کې د زده‌کړو د حق، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم د ملاتړ په لاره کې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د دغې نړیوالې جایزې ګټونکی انتخاب شوی و.

نوموړی د افغانستان د پوهنې سکټور یو له خورا پېژندل شویو فعالانو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې په ټول هېواد کې د ماشومانو او نجونو د تعلیمي حقونو لپاره د رڼا د داسې کاروانونو مشري کړې چې د هر افغان زړه ته یې هیله بښلې ده.

په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د تعلیمي محدودیتونو د لګول کېدو راهیسې، کورني او نړیوال فعالان هڅه کوي چې په‌دې سختو شرایطو کې د زده‌کړو غږ ژوندی وساتي.

د مطیع‌الله ویسا په څېر ځوانانو ته د نړیوالو او معتبرو جایزو ورکول دا ثابتوي چې نړۍ د افغان ماشومانو او نجونو د حقونو غوښتنه نه ده هېره کړې او د هغوی د غږ پورته کوونکو ستاینه کوي.