د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړهلیک څه دی او ولې یې جزییات نه دي خپاره شوی؟
د طالبانو د دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، په دې اړه وایي، چې دا هوکړهلیک یوازې د پوځي او تخنیکي همکاریو سند دی او دفاعي یا امنیتي بڼه نه لري، خو نوموړي له مسکو څخه تر ستنېدو وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې نور به د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.
بل لور ته، یو شمېر پخواني پوځي ـ اسختباراتي چارواکي او د سیاسي او پوځي چارو شنونکي بیا د دغه تړون د پایلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
