د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت، کابل ته د ازبیکستان د وزیرانو شورا د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې د رییس «ناظمجان خالمرادوف» په مشرۍ د دغه هېواد د یو دولتي او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا، کابل ته د یاد پلاوي د سفر موخه په «سوداګریز تواصل» ناسته کې ګډون او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو غونډو جوړول دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان په دغه پلاوي کې د یاد هېواد د نساجۍ (تار او ټوکر اوبدلو) شرکتونو استازي هم شامل دي.
د یادولو ده چې دغه ازبکستاني پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ او کندوز ولایتونو د نساجۍ له کارخونو او صنعتي برخو څخه هم لیدنه کړې ده.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې له پاکستان سره د نښتو او په منځني ختیځ کې د جګړې له امله، افغانستان د توکو په وارداتو او صادراتو کې له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
د دغو نښتو او د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو تړل کېدو، پام د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو لارو پر لور اړولی دی.
خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي، د اړتیا وړ خوراکي توکو په ګډون د وارداتي مالونو په برخه کې د افغانستان د اتکا او وابستګۍ له امله، دا لارې د پاکستان له لارو او دغه راز د ایران له لارې د ټرانزیټي لارو لپاره پوره بدیل نشي کېدای او د هېواد د بازار اړتیاوې نشي پوره کولای.
