سوداګري

فرانس ۲۴: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دلارو بندېدو بیه عام وګړي پرې کوي

انځور ارشیف څخه

فرانس ۲۴ راپور ورکړی، په داسې حال کې چې افغانستان له ټولو خواوو د وچې په منځ کې راګیر هېواد دی، له یوه جدي بشري ناورین سره مخ دی، د دغه هېواد او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو، د منځني ختیځ د کړکېچونو ترڅنګ، وضعیت لا پسې بحراني کړی او د دې وضعیت دروند بار عام وګړي پرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګریزې لارې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په بشپړه توګه تړل شوې دي.

دغه لارې وروسته له هغه وتړل شوې چې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې او د پاکستاني جنګي الوتکو له لوري تر اوسه د افغانستان بېلابېلې برخې، د کابل په ګډون، بمبار شوې دي.

که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د حل او سولې لپاره تر اوسه څو ځله د منځګړیتوب هڅې شوي، خو خبرې اترې ناکامې شوې دي.

دواړه لوري لا هم په یوه داسې ډیپلوماتیک کړکېچ کې ښکېل دي، چې تر اوسه یې لسګونه زره کسان بې‌ځایه کړي او جګړې د ډېرو کسانو ژوند  اخیستی دی. د دې راپور پر بنسټ، د یادو پولو بندېدو او همدارنګه په منځني ختیځ کې روانو شخړو، د زرګونو هغو کسانو ژوند چې روزګار یې په سرحدي سوداګرۍ پورې تړلی دی، له بې‌کارۍ او بې‌برخلیکۍ سره مخ کړی دی.