سویلي آسیا

هند کې د سختو طوفانونو او تالندې له امله ۱۱۱ تنه مړه شوي

انځور د هند د اتر پردیش طوفانونه، ټولنیزو رسنیو څخه

د هندوستان په شمالي ولایت اترپردیش کې د وروستیو زورورو طوفانونو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۱۱ کسانو ته لوړ شوی دی.

دولتي چارواکو د مړو دغه نوی شمېر وروسته له هغې اعلان کړ چې د دغه ولایت له نورو ولسوالیو څخه هم د تلفاتو تازه راپورونه ترلاسه شول.

د چټکو بادونو، سختې تالندې (برېښنا) او تېزو بارانونو د چهارشنبې په ورځ دغه ولایت وځپلو، چې له امله یې د ودانیو چتونه والوتل، ونې له بېخه راووتلې او ګڼې لارې بندې شوې.

اترپردیش ولایت چې تر ۲۴۰ میلیونه زیات نفوس لري، د د دوبي په میاشتو کې او د مونسون بارانونو له پیل مخکې تل د داسې سختو طوفانونو شاهد وي او د تالندې یا آسماني برېښنا لوېدل پکې د خلکو د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دغه ولایت د مرستو رسولو ادارې په لومړیو کې د ۸۹ کسانو د مړینې او د ۲۰۲ څخه د زیاتو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی و، خو د جمعې په ورځ «دی هندو» ورځپاڼې د دغه بنسټ د نوي بېان له مخې تایید کړه چې د قربانیانو شمېر ۱۱۱ کسانو ته لوړ شوی او ۷۲ نور ټپیان دي.

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې بیا د مړو شمېر ۱۱۷ تنه ښودلی.

په هندي رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې په بریلي ولسوالۍ کې د یوې ودانۍ د چت د الوتو پر مهال یو سړی د باد لخوا پورته هوا ته غورځول کېږي.

د دغې پېښې یو تن ژوندي پاتې شوي کارګر «ننه انصاري» له روغتونه رسنیو ته ویلي: «ما غوښتل د اوسپنې د چت د محکمولو لپاره پړی وتړم، خو د باد توند څپې چت له ځان سره پورته کړ. زما لاس ترې خلاص نشو او باد زه نږدې ۵۰ فوټه (۱۵ متره) لوړ هوا ته پورته کړم او ۸۰ فوټه لرې یې د جوارو په یوه اوبلن پټي کې وغورځولم.

هغه وايي : « زه په معجزه یي ډول ژوندى پاتې شوم.» په وروستیو کلونو کې د هند د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د تودوخې د درجې لوړېدل او د اقلیم بدلون په دغه هېواد کې د داسې سختو طوفانونو د زیاتېدو لامل شوی دی.