د فیلیپین د سویل مینداناو ټاپو ته نږدې نن سهار د ریښتر په کچه د ۷.۸ څخه تر ۸.۲ درجې په خورا سخت مګنیټوډ سره یوه مرګونې او زوروره زلزله شوې ده.
د دغې بېسارې زلزلې د شدت له امله د ګاونډي هېواد اندونیزیا چارواکو سمدستي د خپل هېواد په شمال ختیځو ساحلي سیمو کې د اوبو د پورته کېدو او د سونامي د رامنځته کېدو جدي خبرداری ورکړی دی.
بل لور ته، د فیلیپین د زلزلو پېژندنې ادارې د دغه هېواد د جنوبي ساحلي ولایتونو له ټولو اوسېدونکو څخه په کلکه غوښتي، چې د سونامي د احتمالي خطر له امله دې ژر تر ژره له ساحلونو څخه ووځي او د ځان ساتنې لپاره لوړو سیمو او غونډیو ته کډه وکړي.
رویټرز خبري اژانس د فیلیپین د طبیعي پېښو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د «جنرال سانتوس» په سویلي ښار کې تر اوسه د لږ تر لږه ۵ کسانو د مړینې لومړني راپورونه ور رسېدلي چې د تایید او څېړلو چارې یې روانې دي.
د یاد ښار د پېښو د مدیریت رئیس، اګریپینو داسیرا وایي چې د ژغورنې ټیمونه په سیمه کې په کار بوخت دي ترڅو د اوښتو مالي او ځاني زیانونو وروستۍ سروې بشپړه کړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پهدې سختې زلزلې سره په جنرال سانتوس ښار کې څو سوداګریزې ودانۍ، مارکېټونه او د استوګنې کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او د ګڼو نورو ودانیو چتونه او ښیښې راپرېوتې دي.
