په پاکستان کې د یونیسف استازې «پرنیل آیرونسایډ» په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو د پرله پسې بریدونو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې او د تعلیمي مرکزونو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
اغلې آیرونسایډ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې تېره ورځ د ټنک ولسوالۍ په «کامداباک» سیمه کې د نجونو یو لومړنی ښوونځی په چاودېدونکو توکو ویجاړ شوی دی.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دا د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو نهم برید دی.
دغو بریدونو تر اوسه د څه باندې ۱۰۰۰ زدهکوونکو تعلیمي بهیر ګډوډ کړی او په سیمه کې یې د وېرې فضا خپره کړې ده.
یونیسف وایي که څه هم په وروستي برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی، خو د ۲۰۲۶ په جنوري کې په شمالي وزیرستان کې پر یوه ښوونځي د ډرون برید له امله دوه ښوونکي او یو مدیر ټپیان شوي وو.
په اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه په صوبه کې د زده کړو روان بحران نور هم پېچلی کوي.
دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴.۵ میلیونه ماشومان (له هرو دریو څخه یو ماشوم) له ښوونځي بې برخې دي، چې ډېره برخه یې نجونې جوړوي.
یونیسف ټینګار کړی چې هر ماشوم د خوندي او بې خنډه زده کړو حق لري. پر ښوونځیو بریدونه د ماشومانو له حقونو څخه جدي سرغړونه ده چې هغوی د خپلې راتلونکې له روښانه کولو بې برخې کوي.
اغلې آیرونسایډ وویل: «ښوونځي باید خوندي امن ځایونه وي او هیڅکله باید هدف ونه ګرځول شي.»
یونیسف له اړوندو چارواکو غوښتي چې د زده کړو د بهیر د بېرته پیلولو او د زدهکوونکو د امنیت لپاره بېړني اقدامات وکړي، ترڅو ماشومان پرته له وېرې خپلو درسونو ته ستانه شي.
له بلې خوا د پاکستان د سنا غړي عطاالرحمن پر خپل حکومت نیوکه کړې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې ترهګرو ته پرېښي دي.
سناتور عطاالرحمن په سنا کې وویل: «ولې زموږ په وینو کې سپینوالی راغلی؟ ولې د پښتونخوا د خلکو ژوند ته ارزښت نه ورکول کېږي؟»
هغه تور پورې کړ چې حکومت یوازې د قوانینو پر جوړولو بوخت دی او د لکي مروت او بنو امنیتي حالت ته پام نه کوي.
