د «آمو» ټلوېزیون موندنې ښيي چې په وروستۍ یوه میاشت کې طالبانو د هېواد په لوېدیځو پوهنتونونو کې له ۱۰ زره ډېر محصلین مجبور کړي چې د «دعوت او ارشاد» تر نوم لاندې یوه ژمنلیک (تعهدنامه) لاسلیک کړي.
دغه موندنې څرګندوي چې دا ۱۴ مادهييز ژمنلیک د محصلینو د لباس، ږیرې او د حنفي مذهب د پیروۍ په اړه مادې لري.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، طالبانو په دغو ولایتونو کې د خپل «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون پلي کول له پخوا ډېر سخت کړي دي.
د دغه ژمنلیک د هغې نسخې پر بنسټ چې په غور ولایت کې پر محصلینو وېشل شوې؛ محصلین مکلف دي چې خپل ویښتان او ږیره د طالبانو له غوښتنې سره سم اصلاح کړي، عامې دودیزې جامې واغوندي، له خولۍ یا لنګۍ پرته له ګرځېدو ډډه وکړي او په بشپړ ډول د موسیقۍ له اورېدو او د ژونديو موجوداتو د عکسونو له لیدلو لاس واخلي.
په دې سند کې د امر بالمعروف قانون پر بشپړ تطبیق او د طالبانو له مخالفو سیاسي ډلو سره د اړیکو پر پرې کولو هم ټینګار شوی دی.
د دغه سند په شپږمه ماده کې له محصلینو غوښتل شوي چې په رسمي ډول ژمنه وکړي چې د حنفي مذهب پیروان دي.
د دې مادې په وضاحت کې راغلي، دا چې د افغانستان ډېری خلک د اهل سنت والجماعت او د امام ابوحنیفه (رح) د مذهب لارویان دي، محصلین هم باید خپل دا مذهبي تړاو په ښکاره ډول اعلان او تایید کړي.
د غور پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت د ژمنلیک په شپږمه ماده کې راغلي: «د دې لپاره چې د افغانستان خلک له اهل السنة والجماعة څخه دي او د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د مذهب پیروان دي، زه هم له همدې مذهب څخه پیروي کوم، ترڅو یووالی او اتفاق وساتل شي.»
یو محصل چې په راپور کې یې د نوم له ښودلو ډډه کړې، په دې اړه وایي: «له دوو کلونو ډېر وخت کېږي چې تل راته وايي ږیرې پرېږدئ، خولۍ په سر کوئ او لمونځ کوئ، خو یوه میاشت کېږي چې هره ورځ خبرتیاوې راکوي چې راشئ او د دعوت او ارشاد ژمنلیک لاسلیک کړئ.»
ورته مهال، سرچینو «آمو» ته تایید کړې چې په روان کال کې د محصلینو لپاره د طالبانو د مبلغینو د تبلیغاتي ناستو او سیمینارونو شمېر په بېساري ډول زیات
شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې په دغو ناستو کې ګډون اختیاري نه دی او په ټولو پوهنتونونو کې محصلین مجبور دي چې په میاشت کې دوه ځلې خپل درسي ټولګي پرېږدي او د طالبانو د مشر د فرمانونو او دیني مسایلو په اړه په جوړو شویو درسونو کې کیني.
توریالي چې یو محصل دی، په دې اړه وویل: «تاسو وګورئ، موږ د دې خلکو له لاسه ورځ نه لرو؛ هره ورځ خبرتیاوې راکاږي چې د شیخ صاحبانو درسونو ته حاضر شئ. زه اوس نه پوهېږم چې موږ د پوهنتون محصلین یو که د دیني مدرسې زده کوونکي؟»
بلخوا، د هېواد د پوهنتونونو یو شمېر پخواني استادان خبرداری ورکوي چې په تعلیمي چاپېریال کې د فشارونو او د وېرې د فضا زیاتوالی به د محصلینو د هڅو او انګېزې د کمېدو لامل شي.
د هرات پوهنتون پخوانی استاد، بصیر احمد دانشیار وایي: «فشار، وېره او ګواښ پر ټولنې او په ځانګړي ډول پر محصلینو منفي اغېزې لرلای شي.»
دانش یار زیاتوي: « چارواکي نه یوازې دا چې د دا ډول اقداماتو مخه دې ونیسي، بلکې باید محصلینو ته د ودې زمینه برابره کړي، نه دا چې د محصل په ظاهري بڼه تمرکز وکړي او هغوی بېانګېزې کړي.»
د طالبانو تر واک لاندې دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د «دعوت او ارشاد» امریت هغه بنسټ دی چې هدف یې د طالبانو د خوښې دیني چارو تنظیم او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ده.
دغه بنسټ د سیمینارونو د جوړولو، د عقیدتي ازموینو اخیستلو، د لمانځه د امامت او په پوهنتونونو کې د طالبانو د شریعت د پلي کېدو د څارنې مسوولیت لري او فعالیتونه یې په مستقیم ډول د هر پوهنتون د ریاست تر نظر لاندې ترسره کېږي.
اوسمهال په ټول افغانستان کې ۴۰ دولتي او ۱۰۶ خصوصي پوهنتونونه فعال دي چې تر ۲۰۸ زره ډېر محصلین پکې زده کړې کوي.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو پر محصلینو فشار راوړی ترڅو خپل مذهب بدل کړي، د حنفي مذهب پیروي وکړي او د طالبانو د امر بالمعروف قوانین په بشپړ ډول ومني.
