د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې د افغانستان په زیانمنو شویو سیمو، په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځ کې، نږدې ۵۰۰۰۰ ښځې او نجونې د جنسیتي تاوتریخوالي له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخ دي او روغتیايي او نورو اړینو خدماتو ته د هغوی لاسرسی له پخوا څخه ډېر محدود شوی دی.
دغه بنسټ په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې امیندواره ښځې له لا زیاتو خطرونو سره مخ دي؛ ځکه هغوی د ناامنيو او بېځایه کېدو سره سره، له لوږې او روغتیايي پاملرنې ته له محدود لاسرسي سره هم لاس او ګرېوان دي.
د دغه راپور پر بنسټ، هغه ښځې چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سرحدي نښتو او زلزلو له امله بېځایه شوې دي، له جدي روغتیايي ننګونو، د خوراکي توکو له خوندیتوب او رواني زیانونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې، یو شمېر کورنۍ چې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلو له امله بېځایه شوې وې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله یو ځل بیا د خپلو مېنو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي.
پهدې راپور کې د نجیبې په نوم د یوې ۳۰ کلنې ښځې یادونه شوې چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنه شوې وه او د امیندوارۍ پر مهال یې په یوه خیمه کې ژوند کاوه؛ هغه د نښتو له پیل کېدو وروسته هم مجبوره شوه چې له خپلې کورنۍ سره یوځای خپله د اوسېدو سيمه پرېږدي.
نجیبې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ته ویلي: «هیڅ خوندي ځای شتون نه درلود. الوتکې زموږ د سر د پاسه ګرځېدې او زما ماشومان سخت ډارېدلي وو. هر ځل به یې چې د هغوی غږ اورېده، ژړل او چیغې یې وهلې».
هغې د افغاني سرې میاشتې په یوه کلینیک کې له زېږون وروسته، له خپل نوي زیږېدلي ماشوم، شپږو نورو اولادونو او مېړه سره یوځای د ننګرهار ولایت د نورګل ولسوالۍ د «مزه درې» سیمې د کډوالو یوه کیمپ ته ولېږدول شوه.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کړکېچ او نښتو تر توندېدو وروسته، د هوايي بریدونو، توپچي ډزو، ډرون (بېپيلوټه الوتکو) بریدونو او ځمکنیو نښتو له امله له ۱۰۰ زرو څخه زیات کسان بېځایه شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې ښځې او نجونې، چې همدا اوس هم د تګ راتګ او د ژوند خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د نورو په پرتله د ناامنیو او بېځایه کېدو له امله زیاتې زیانمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې په وینا، د ناامنیو، بېځایه کېدو او شته محدودیتونو دوام، افغان ښځې او نجونې د جنسیتي تاوتریخوالي، بېوزلۍ او له لومړنیو خدماتو څخه د بېبرخې کېدو په ګډون له نورو لویو خطرونو سره مخ کړې دي.
