بشري حقوق

ملګري ملتونه: د ماشومانو د ودونو قانوني کول د بشري حقونو سرغړونه ده

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د خپلواکو متخصصینو یوې ډلې د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت د هغه نوي فرمان د صادرولو له امله په کلکه غندلی چې د ماشومانو ودونه قانوني کوي او د نجلۍ «خاموشي» د هغې د رضایت په مانا ګڼي.

دغو متخصصینو دا پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو څخه یوه جدي او سېسټماټیکه سرغړونه بللې ده.

دا نوی سیاست چې د طالبانو د لوړپوړو مذهبي عالمانو لخوا تایید شوی، بلوغ ته د نجونو په رسېدو سره د هغوی واده کول قانوني اعلانوي او کاږي چې د واده پر مهال د نجلۍ چوپتیا د هغې د هوکړې یا رضایت په توګه تعبیر کېدای شي.

د ملګرو ملتونو متخصصینو په‌دې اړه ویلي: «هر هغه قانوني چوکاټ چې د ماشومانو ودونه عادي یا اسانه کوي، د هغوی له حقونو سرغړونه ده، د دوی ذاتي کرامت تر پښو لاندې کوي او هغوی له خپلواکۍ او د راتلونکي له فرصتونو څخه بې‌برخې کوي».

هغوی ټینګار کړی چې دا حکم د ماشوم د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له نړیوال کنوانسیون سره په هیڅ صورت سر نه خوري.

د رپوټونو له مخې، دا نوی فرمان د طالبانو د چارواکو لخوا د هغو پراخو تبعیضي اقداماتو یوه برخه ده چې پر ښځو او نجونو پلي کېږي.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي په‌دې محدودیتونو کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو (مکتبونو او پوهنتونونو) بندیز او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د حقونو له منځه وړل شامل دي.