بشري حقوق

د افریقا د دیموکراسۍ او بشري حقونو فعالانو افغان ښځو سره پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ

انځور سویلي افریقا کې د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې ناسته

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې استازي پلاوي اعلان کړی، چې سویلي افریقا ته د خپل رسمي سفر پر مهال یې د دغه هېواد له ګڼو فعالانو او مبارزینو سره د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په تړاو رغندې خبرې اترې کړې دي.

د دغه پلاوي په وینا، د سویلي افریقا یادو فعالانو د افغان ښځو له حقونو او روانې مبارزې څخه پر خپل دوامداره ملاتړ او همکاریو کلک ټینګار کړی دی.

د «رواداري» (Rawadari) بشري حقونو د بنسټ لخوا په ایکس شبکه کې خپره شوې رسمي بیانیه ښيي چې دغه ډیپلوماټیک او حقوقي سفر د روان میلادي کال د می له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره دوام درلود.

په‌دې موده کې د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي د سویلي افریقا په دریو مهمو ښارونو (کېپ ټاون، جوهانسبرګ او پرېتوریا) کې د مدني ټولنې له غړو، د توکمیز پلوۍ (اپارتاید) ضد پخوانیو مبارزینو، د پوهنتونونو له استادانو، د بشري حقونو د کمېسیون او بنسټ له غړو، د انتقالي عدالت د شبکې له استازو او د کېپ ټاون د مسلمانانو له مشرانو سره ګڼې لیدنې او ناستې ترسره کړې دي.

افغان پلاوي په‌دې لیدنو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د وضعیت د تشریح کولو ترڅنګ، له هغوی څخه د نړیوال پیوستون او د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړه.

په بیانیه کې راغلي چې د اپارتاید او بې‌عدالتي پر وړاندې د سویلي افریقا د خلکو تاریخي مبارزې، په نړیواله کچه (لکه د فلسطین په قضیه کې) د هغوی عادلانه دریځ او په بین‌المللي عدالت کې د دغه هېواد مخکښ رول ته په کتو، دا سفر د «طالبانو د ظلم او ځپلو» پر وړاندې د یوه نړیوال ائتلاف د جوړولو په لور یو خورا مهم ګام دی.

د «رواداري» بنسټ چې د دې ناستو د تنظیمولو اصلي مسوولیت یې پر غاړه درلود، وایي چې په راتلونکي کې به هم د سویلي افریقا له دولتي او اکاډمیکو بنسټونو سره د اړیکو د لا ژورولو لپاره ورته نور پروګرامونه هم ډیزاین او پلي کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان ښځو دغه ولسي محکمه د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۳۱مه په رسمي توګه رامنځته شوه او لومړنۍ علني غونډې یې د همدې کال په اکتوبر کې د هسپانیا په مادرید ښار کې ترسره شوې وې.