وروسته له هغه چې په هرمز تنګي کې یوه تېل وړونکې کښتۍ په نامعلومو توغندیو وویشتل شوه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې متحده ایالات به په خلیج کې د هغو سلګونو کښتیو د خلاصولو عملیات پیل کړي چې د ایران د جګړې له امله بندې پاتې دي.
ټرمپ په خپله «ټروت سوشل» پاڼه کې لیکلي چې دا عملیات به نن (دوشنبه) پیل شي ترڅو هغه کښتۍ او عملې وژغورل شي چې په دغه حیاتي لاره کې بندې دي او د خوړو او نورو توکو له کمښت سره مخ دي.
د نړیوال سمندري سازمان په وینا، شاوخوا ۲۰ زره ماڼوګان او سلګونه کښتۍ په دې سیمه کې ایسارې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د دغه ماموریت لپاره به ۱۵ زره سرتېري، تر ۱۰۰ ډېرې الوتکې، جنګي بېړۍ او بېپيلوټه الوتکې وکاروي.
امیرالبحر برېډ کوپر ویلي چې دا یو دفاعي ماموریت دی ترڅو په تنګي کې د سوداګریزو کښتیو ازادي بېرته ټینګه شي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا سمندري ادارې راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو فجیرې ښار ته نږدې یوه تېل وړونکې کښتۍ په نامعلومو توغندیو ویشتل شوې، خو عمله یې خوندي ده.
ایران له دوو میاشتو راهیسې دا لاره بنده کړې چې له امله یې د تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي.
بل خوا ټرمپ ګواښ کړی چې که څوک د امریکا په دې عملیاتو کې خنډ جوړ کړي، په «خورا توندۍ» به ځواب ورکړل شي.
