لویدیځه اسیا

ایران امریکا ته: که بریدونه بیا پیل شي ځواب به مو «دردونکی» وي

انځور له ارشیف څخه

ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا پر دغه هېواد بریدونه بیا پیل کړي، دوی به په سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر مرکزونو او جنګي بېړیو «اوږده او دردونکي» بریدونه وکړي.

د ایران دغه ګواښ وروسته له هغه مخته راځي چې د هرمز تنګي د بندښت له امله د نړۍ د تېلو اکمالات له خنډ سره مخ شوي او بیې یې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

د اپریل له اتمې راهیسې که څه هم یو نازک اوربند شتون لري، خو تهران د امریکا د هغې بحري محاصرې په غبرګون کې چې د ایران د تېلو صادرات یې بند کړي، د هرمز تنګي له پرانیستلو ډډه کوي.

ورته مهال، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د نویو پوځي انتخابونو په اړه معلومات ورکول کېږي ترڅو ایران د اوبو د دغې لارې پرانیستلو ته مجبور کړي.

د ایران لوړپوړو پوځي قومندانانو او ستر رهبر ایت الله مجتبی خامنه اي ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه په دغه سیمه کې ځای نه لري او د هر ډول تیري ځواب به په سختو بریدونو ورکړي.

د دغو ناندریو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه ۱۲۶ ډالرو ته پورته شوه، چې د نړیوال اقتصادي ثبات په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

بل لور ته، متحده عربي اماراتو خپلو وګړو ته ایران او ځینو نورو هېوادونو ته پر سفر بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې که دا کړکېچ دوام وکړي، نړیوال اقتصاد به له جدي رکود او میلیونونو خلک به له سختې لوږې سره مخ شي.

امریکا د اوبو د لارې د خلاصولو لپاره د نوي ایتلاف پر جوړولو کار کوي، خو متحدین یې د جګړې بشپړ پای ته رسېدو ته سترګې په لار دي.