د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، ولکر ترک په ایران کې د مخالفو غږونو د ځپلو پر زیاتوالي سخته اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ویلي چې ایراني چارواکي د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته رامنځته شوي وضعیت څخه په ګټې اخیستنې، په کور دننه د ملي امنیت په پلمه خپل مخالفین په نښه کوي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه اعدام شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور د امنیتي تورونو له امله زندانونو ته اچول شوي دي.
په اعدام شویو کې د هغو اعتراض کوونکو شمېر ډېر دی چې د روان کال په پیل کې یې په لاریونونو کې ګډون کړی و.
ولکر ترک وايي، حتی د جګړې په حالت کې هم باید د خلکو بنسټیزو حقونو لکه عادلانه محکمې او له شکنجې خوندیتوب ته درناوی وشي.
هغه د بشري حقونو د مشهورې وکیلې نسرین ستوده او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د وضعیت په اړه چې په زندان کې یې روغتیا خرابه شوې، جدي اندېښنه وښوده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ایراني زندانونو کې وضعیت خورا خواشینونکی دی. په چابهار زندان کې د خوړو پر نشتوالي د بندیانو اعتراض په ډزو ځواب شوی، چې پکې ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
ملګرو ملتونو له ایران غوښتي چې دا ډول کړنې سمدستي ودروي.
د بشري حقونو دغې ادارې تایید کړې چې په ایران کې د تېرو ۶۱ ورځو راهیسې انټرنیټ په بشپړ ډول بند دی. دې بندیز نه یوازې د خلکو غږ خاموش کړی، بلکې خپلواکو معلوماتو ته یې د هغوی لاسرسی هم له منځه وړی دی.
سربېره پر دې، ایران د “سهم” په نوم د یوه نوي سیسټم له لارې د خپلو مخالفو وګړو شتمنۍ ضبطوي. تر اوسه د ۶۷۵ کسانو بانکي حسابونه او ملکیتونه د دولت لخوا نیول شوي، چې په کې ډېری هنرمندان، ورزشکاران او هغه کسان شامل دي چې په بهر کې ژوند کوي.
ولکر ترک په ایراني چارواکو غږ وکړ چې اعدامونه سمدستي ودروي، انټرنیټي محدودیتونه لیرې کړي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.
