لویدیځه اسیا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روسیې ته ورسېده؛ له پوتین سره به خبرې وکړي

انځور د ایران د بهرنیو چارو وزارت څخه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي روسیې ته رسیدلی، ترڅو د روسیې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په منځني ختیځ کې د شخړې د حل پر لارو چارو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې عراقچي به «د خبرو اترو لپاره» روسیې ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف وویل چې د روسیې د دولت مشر د دغه ایراني وزیر سره د لیدنې پروګرام لري.

په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي وویل چې د ایران لوړپوړی ډیپلومات پلان لري «له روسي چارواکو سره د خبرو اترو د اوسني وضعیت، اوربند او په منځني ختیځ کې د شخړې شاوخوا پرمختګونو په اړه مشورې وکړي.»

د تهران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د تیري له پیل راهیسې، روسیه او ایران له یو بل سره په اړیکه کې دي او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو پرلپسې ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران سفیر وویل: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او دې حقیقت ته په پام سره چې ایران او روسیه د ګاونډیانو په توګه په یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو کې هم‌نظره دي، موږ د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ منظمه اړیکه لرو.»

هغه په نړیواله کچه د تهران او مسکو ترمنځ اغېزمنه همکاري وستایله او زیاته یې کړه: «دا همکاري د هرمز تنګي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ پرېکړه‌لیک کې ښکاره شوه چې د امریکا لخوا پیل شوی و او غیرمتوازن او غیرمنطقي و. روسیه او چین د هغه پر وړاندې ودرېدل او خپل د ویټو حق یې وکاروه.»

د ایران لوړپوړي ډیپلومات روسیې ته له تګ مخکې د پاکستان او عمان سفر وکړ. د تسنیم خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په اسلام‌آباد کې د عراقچي خبرې د هرمز تنګي لپاره د نوي حقوقي رژیم، د ایران پر بندرونو د متحده ایالاتو د بندیزونو لیرې کولو، د خسارې ورکولو او پر ایران د نورو بریدونو نه کولو پر تضمینونو راڅرخېدې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ټینګار وکړ چې عراقچي یوازې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په منځني ختیځ کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د اسلام‌آباد د منځګړیتوب په اړه د خبرو اترو پلان درلود او د امریکا له چارواکو سره د هېڅ ډول لیدنې اجنډا نه وه.

په ورته وخت کې، د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته یو سند سپارلی ترڅو امریکا ته ورسول شي، چې د خبرو اترو د رسمي پروسې برخه نه وه.

فارس ادعا کړې چې په دغه سند کې د ایران مهمې «سرې کرښې» روښانه شوي، چې په ځانګړې توګه د هرمز تنګي کنټرول او د هېواد د اټومي انرژۍ سکتور پورې اړه لري.