د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د چهارشنبې په ورځ د هغو راپورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه چې وايي اروپايي چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو په موخه د طالبانو له استازو سره د لیدنې پروګرام لري.
هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
بېنټ پر «اېکس» شبکه لیکلي چې هر ډول ایستل د « بېرته نه استولو» د اصل خلاف دي. د هغه په وینا، دا اصل په نړیوال قانون کې د هغو کسانو بېرته استول منع کوي چې په خپل هېواد کې له ځورونې او تعقیب سره مخ کېږي.
نوموړي لیکلي: «د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د بحث لپاره د طالب چارواکو د کوربهتوب په اړه راپورونه خورا اندېښمنوونکي دي.»
هغه زیاته کړې:«د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې د روان وضعیت له امله، هر ډول بېرته استول د بېرته نه استولو د اصل خلاف عمل دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فرانسې خبري اژانس د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، اروپايي چارواکي په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې په بروکسل کې د طالبانو د یو پلاوي کوربهتوب وکړي.
ویل کېږي چې دا خبرې اترې، چې لا تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي، د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر اجراییوي مسایلو متمرکزې دي چې قانوني استوګنځی نه لري.
دغه پروګرام د اروپايي قانونجوړونکو له نیوکو سره هم مخ شوی دی.
د اروپا پارلمان غړې، هانا نیومن ویلي چې چارواکي «طالبانو ته سور فرش هواروي» او د کډوالو د ایستلو په بدل کې یې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
اروپايي حکومتونه په وروستیو میاشتو کې د کډوالۍ په سیاستونو کې د سختنیونې لپاره تر سیاسي فشار لاندې دي.
شاوخوا ۲۰ هېوادونه د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو د ایستلو لارې چارې لټوي چې په جرمونو محکوم شوي دي.
جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر ۱۰۰ ډېر افغانان ایستلي او اتریش هم ورته اقدامات ترسره کړي دي.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل او له هغه وخت راهیسې یې پراخ محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او مدني ټولنې پر وړاندې لګولي دي.
اروپايي ټولنه د طالبانو واکمني په رسمي توګه نه پېژني، خو په ځینو بشري او عملي مسایلو کې ورسره محدود تعامل لري.
د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم افغانستان ته د کډوالو د په زور بېرته استولو په اړه خبرداری ورکړی او په دغه هېواد کې یې د بشري ناورین او بشري حقونو په اړه یې اندېښنې څرګندې کړي کړې دي.
