رویټرز خبري اژانس لیکلي د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو او ایران د پنجشنبې په ورځ په ستراتیژیک هرمز تنګي کې د کښتیو پر تګ راتګ د محدودیتونو د لیرې کولو او د لنډمهالي اوربند د غځولو په تړاو یوې نوې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.
خو دا مسوده لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي لاسلیک او تایید ته اړتیا لري او ایراني رسنیو هم ویلي چې دا متن تر اوسه ندی وروستی شوی.
یاد خبري اژانس وایي څلورو باوري سرچینو ورته ویلي چې د دې نوې طرحې پر بنسټ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند د نورو ۶۰ ورځو لپاره وغځول شي ترڅو په دغه موده کې مذاکره کوونکي وکولای شي د ایران د اتومي پروګرام په څېر پر نورو لویو او جنجالي مسایلو بحثونه وکړي.
د دې خبر په خپرېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا راټیټې شوې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «موږ لا پوره هدف ته نه یو رسېدلي، خو وروستي پړاو ته خورا نږدې شوي یو او کار ورباندې کوو.» د ایران د تسنیم خبري اژانس بیا د سرچینو په حواله لیکلي چې د هوکړې متن لا هم په بشپړه توګه ندی تایید شوی.
دا سیاسي پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دواړو لورو پر یو بل سخت بریدونه تبادله کړل.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وویل چې د دوی ځواکونو په بندر عباس کې د ایران ۵ ډرون الوتکې ویشتلي او په ځواب کې یې سپاه پاسداران د کوېټ هېواد ته نږدې د امریکا پر یوې هوايي اډې توغندیز بریدونه وکړل.
کوېټ د دې توغندیو د شنډولو خبر ورکړی او د ایران دا ګام یې د جګړې سختوالی بللی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار واشنګټن ته رسېدلی ترڅو نن د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د منځګړیتوب پر سر خبرې وکړي.
بل لور ته، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل چې عمان هېواد امریکا ته ډاډ ورکړی چې دوی له ایران سره د هرمز په تنګي کې د کښتیو څخه د باج یا مالیې اخیستلو هیڅ نیت نلري.
دا وروسته له هغې ده چې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ عمان ته سخت ګواښ کړی و.
دا درې میاشتنۍ جګړه چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوې، په سیمه کې د تېلو تګ راتګ ۸۸ سلنه کم کړی دی.
ایران وایي هر ډول دایمي سوله باید په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له بندېدو سره وتړل شي؛ خو هلته د بیروت په ګډون پر صور ښار د اسراییلو بریدونو او د حزبالله سره جګړې زور اخیستی چې پکې نن د لبنان د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی دی.
